2018 اپریل

Philosophy – فلسفه

له یونانۍ (φιλοσοφία, philosophia) کلیمې څخه اخیستل شوی لفظ ده او مانا یې “عقل سره مینه” ده. فلسفه د موجودیت، پوهې، ارزښت، وجې، ذهن، ژبو او ورته مسایلو په اړه د عامه او بنسټیزو ستونزو مطالعه ده. د فلسفې اصطلاح له زېږېدېز کال نه ۵۷۰–۴۹۵ کلونو وړاندې ترمنځ ممکن د فیثاغورث لخوا ابداع شوې وي…. read more »

Ecclesia – اېکلېزیا

د پخواني یونان د خلکو شورا وه چې د ولایتونو په ښارونو کې یې غونډې کولې. د دې شورا سرچینه له هومري محفل (Homeric agora) څخه پېل شوې. په دې شورا کې ۱۸ کلن یا تردې زېات عمر لرونکی نرانو غونډه کوله او دنده یې د قاضیانو (archons) ټاکنه، د پالیسي کنټرول او ځینو وګړو… read more »

Darbar – دربار

په فارسي کې دربار کلیمه د یوې محکمې لپاره کارېده، په هند کې د مجلس د اورېدونکو د تالار، رسمي غونډې یا مجلس لپاره کارېده. د برطانوي هند په وخت کې دربار کلیمه د امپریالستي شورا سره تړاو لره او دولتي مناسباتو یا لمانځغونډو ته هم دربار وېل کېده. په عامه ژبه کې دربار حضور… read more »

Divan – دیوان

په انګرېزۍ کې (diwan, or dewan) هم لیکل کیږي. په اسلامي ټولنه کې د یادون یا ثبت کتاب (register or logbook) وو او وروسته د دیوان په نامه یوه مالي څانګه یا دولتي اداره (finance department and government bureau) وه. لمړی دیوان د حضرت عمر فاروق رض (caliph ʿUmar I 634–644) په وخت کې جوړ… read more »

Diet – د جاپان د امپریالستي حکومت ملي شورا

په انګرېزۍ کې ورته (Imperial Diet) نوم هم اخلي. د ۱۸۸۹–۱۹۴۷ کلونو ترمنځ د جاپانۍ امپراتورۍ ملي شورا او د جاپان مقننه ملي مجلس وو. د جاپان د ۱۸۸۹ کال په میجي اساسي قانون (Meiji Constitution) کې د جاپان امپریالستي شورا دوه جرګې لرلې: د مشرانو جرګه (The upper house) او د اشرافو جرګه (House… read more »

Death-qualified jury – د مرګ جزا اورونکې محکمه

په حقوقو کې د محکمې هغه بهیر ده چې د مرګ جزا اوروي. په دې محکمه کې هغه قاضیان ګمارل کیږي چې د اعدام د جزا ( capital punishment) مخالف نه وي. له کومو قاضیانو چې د اعدام د جزا په اړه لمړنۍ پوښتنې شوي او د اعدام له جزا سره یې مخالفت ښودلی په… read more »

Daniel Dulany – ډینیل ډولاني

د جون په ۲۸ نېټه، کال ۱۷۲۲، د متحده ایالتونو د میريلنډ په اناپولیس کې زېږېدلی او مارچ په ۱۷ نېټه، کال ۱۷۹۷، د متحده ایالتونو د میریلنډ په بالټیمور کې مړ شوی. وکیل او د امریکا له انقلاب څخه وړانې اغیزمند یا با نفوذه سیاسي شخصیت وو.   ډولاني خپلې زده کړې په انګلستان… read more »

Dajōkan – دا جوکان

د نارا او هین دوره (Nara and Heian periods) کې د جاپانۍ امپراتورۍ دولتي شورا وه. کله چې جاپان خپل امپریالستي ځواک په کال ۱۸۶۸ کې ورغاوه نو خپلې دولتي شورا ته یې بیا همدا پخوانی نوم ورکړ. د داجوکان نوې شورا په دوه څانګو وېشل شوې وه چې یوه اجرایوي څانګه او بله د… read more »

Curia – کوریا

انګریزي تلفظ یې کیوریا ده او په لاتیني کې کوریا وېل کیږي. په پخواني روم کې دخلکو سیاسي وېش وو. د روم ښار تاسیس کوونکي رومولوس (Romulus) خلک په درې قومونو او ۳۰ (curiae) وېشلي وو. هر یو بیا له ۱۰ کورنیو (gentes) تشکیل شوی وو. د خلکو تولګه وه چې د خلکو لمړۍ شورا… read more »

Crown Court – د انګلستان د جدي جرمونو محکمه

دې محکمې کې هغو جدي مجرمینو ته جزا ټاکل کیږي چې (magistrates’ court) مجرم بللي وي د جزا لپاره یې د کرون کورټ ته راجع کوي او یا په مستقیمه توګه د بشپړ قضیې لپاره همدې محکمې ته راجع کیږي او په دې محکمه کې یې قاضي قضیې ته کتنه کوي. د انګلستان د محکمې… read more »

Court-martial – نظامي محکمه

په انګرېزۍ کې یې جمع دواړه (Courts-martial, or Court-martials) ده. نظامي محکمه وي چې امنیتي ځواک او یا نور غړي پکې محکمه کیږي. پخوا وخت کې د نظامي ځواک غړو هغه حقونه نلرل چې یو عام وګړی یې لري او له ټولو حقونو محروم وو یوازې یې د خپل افسر په اراده کار کوه. په… read more »

Court of Chancery – چانسري محکمه

د انګلستان محکمه ده، په ۱۵ پېړۍ کې تاسیس شوې او هغه قضیې ارزوي چې په عرفي حقوقو (common law) کې یا په کوډ شوو مادو کې موجودې نه وي. په اوس وخت کې په دوه څانګو وېشل شوې ده چې یوه څانګه یې د (Chancery Division of the High Court of Justice) او بله… read more »

Court – محکمه

په انګرېزۍ کې ورته (court of law) نوم هم اخلي. یو کس یا د کسانو له ډلې جوړې تنې ته وایي کومه چې ملکي، جرمي، مذهبي او نظامي قضیې اوري او حل کوي. د انګرېزۍ ژبې (Court) کلیمه په اصل کې بند شوي ځای ته وایي او هغه تالار، خونه، صالون یا تعمیر ښي چېرې… read more »

Cour de Cassation – په فرانسه کې تر ټولو لوړه د استیناف جرمي او ملکي محکمه

په فرانسه کې تر ټولو لوړه د استیناف جرمي او ملکي محکمه ده کومه چې د نورو محکمو د پرېکړو باطلولو او یا رد کولو حق لري. دا محکمه دې ته نظر کوي چې ایا لاندې محکمې قانون په سمه توګه پلي کړی کنه او د قضیې له حقایقو سره کوم کار نلري، د قضیې… read more »

Cortes – کورټس

په انګرېزۍ کې ورته (Cortes) وایي، په هسپانوۍ او پرتګالۍ ژبه کې (courts) او په کتلان ژبه کې ورته (corts) نوم اخلي. د منځنیو پېړیو د ایبېرین پاچایي (Iberian kingdoms) استازې شورا یا پارلمان وو او په اوس وخت کې د هسپانیا او پرتګال مقننه قوه یا ملي پارلمان ده (ملي پارلمان او فدرالي پارلمان… read more »

Corps Législatif – مقننه قوه

په انګرېزۍ کې یې مانا (Legislative Corps) ده اوله کال ۱۷۹۵ تر ۱۸۱۴ پورې د ډایریکټري (Directory) په موده کې، په فرانسه کې مقننه قوه وه – ډایریکټري د فرانسې له انقلاب نه وروسته د درېم کال د اساسي قانون پر بنسټ حکومت وو چې څلور کاله یې له کال ۱۷۹۵ نومبر میاشتې د ۱۷۹۹… read more »

Coroner – د غېرې طبیعي مرګونو پلټونکی

په عصري وخت کې یو داسې رسمي کار کوونکی ده چې د قضا په مرسته د هغو مرګونو په اړه پلټنې کوي کومې چې غېرې طبیعي وي او یا داسې ښکاري چې په خپل مرګ نده مړ شوی.   د دې دفتر د تاریخ سرچینه له انګلستان څخه پېل شوې. دا نوم په انګرېزۍ کې… read more »

Conseil d’État – دولتي شورا

دولتي شورا یا کانسی د اېتا د فرانسې تر ټولو لوړه محکمه ده د کومې تاریخ چې له ۱۳۰۲ څخه سرچینه اخلي. د ناپلیون په وخت کې یې فعالیت پراخ شو او په کال ۱۸۷۲ کې ډېر زېات واک ورکړل شو. دا محکمه د هغو دولتي مسایلو په اړه لارښونه او پرېکړې کوي چې د… read more »

Congress of the United States – د متحده ایالتونو کانګرېس

د امریکا د متحده ایالتونو مقننه کور ده کوم چې د ۱۷۸۹ کال اساسي قانون پر بنسټ تاسیس شوی. دوه جرګې لري چې یوه د سنا جرګه (Senate) ده په کومه جرګه کې چې هر ایالت دوه سناتوران (senators) لري او د ایالت نفوس یا مساحت په پام کې نه نیول کیږي ټول ایالتونه که… read more »

Comitia Centuriata – د پخواني روم د امنیت شورا – کومیتیا چنتوراتا

د پخواني روم پوځي شورا وه او له زېږېدیز کال څخه ۴۵۰ کاله وړاندې تاسیس شوې وه. دندې یې د جګړې پرېکړه، د سولې تړون، د کونسل ټاکنه، له کونسل ټیټ رتبه قاضيان ټاکل (praetors)، د خلکو د معنوي اخلاقو ساتونکی قاضي (censors) ټاکنه وه. د دې ترڅنګ اشرافو هم ګډون پکې لره او د… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons