Darbar – دربار

په فارسي کې دربار کلیمه د یوې محکمې لپاره کارېده، په هند کې د مجلس د اورېدونکو د تالار، رسمي غونډې یا مجلس لپاره کارېده. د برطانوي هند په وخت کې دربار کلیمه د امپریالستي شورا سره تړاو لره او دولتي مناسباتو یا لمانځغونډو ته هم دربار وېل کېده. په عامه ژبه کې دربار حضور ته وایي او د روحانیونو مقبرو ته هم کاریږي. تر ټولو ستر درې دربارونه د هند په دیلي کې په ۱۸۷۷، ۱۹۰۳ او ۱۹۱۱ کې جوړ شوي وو د دې غونډو موخه په کال ۱۸۷۶ کې د ملکې ویکتوریا (Queen Victoria) د هند د امپراتورې په توګه لمانځنه وه، په کال ۱۹۰۲ کې د اووم اډوارډ (King Edward VII) د تاج په سر کولو لمانځنه وه او په کال ۱۹۱۱ کې د پنځم جورج او ملکې ماري (King George V and Queen Mary) هند ته د سفر لمانځنه وه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons