Divan – دیوان

په انګرېزۍ کې (diwan, or dewan) هم لیکل کیږي. په اسلامي ټولنه کې د یادون یا ثبت کتاب (register or logbook) وو او وروسته د دیوان په نامه یوه مالي څانګه یا دولتي اداره (finance department and government bureau) وه. لمړی دیوان د حضرت عمر فاروق رض (caliph ʿUmar I 634–644) په وخت کې جوړ شو په کوم کې چې د هغو عربانو د نومونو نوملړ موجود وو چې د جګړې غنیمت (spoils of war) کې یې برخه ورکول کېده. کومو کسانو به چې جګړه کې برخه اخیسته د نومونو نوملړ یې دیوان کې د یادون په توګه لیکل کېده او دوي ته میراثي تقاوت ورکول کېده؛ کومه سیمه به چې ونیول شوه د سیمې له بزګرو به اجباري مالیه اخیستل کېده؛ چا به چې ملکیت لره د ملکیت اجباري مالیه به ترې اخیستل کېده او په همدې دیوان کې د یادون په توګه لیکل کېدل.
 
وروسته دا نوم د مالي ادارو لپاره وکارېده. د معاویه رض د خلافت (caliphate of Muʿāwiyah) په وخت کې چې د ۶۶۱–۶۸۰ کلونو ترمنځ یې واک لره دیوان کلیمه د دولتي دفتر نوم وو. ایرانیانو د دیوان کلیمه تر ۱۹ پېړۍ پورې مرکزي حکومت ته کاروله؛ مغولیانو د اکبر باچا له وخت څخه ۱۵۵۶–۱۶۰۵ د دولتي مالیې سره تړاو ورکړ. د عثمانیانو خلافت دیوان کلیمه د خپلې امپراتورۍ د مالیې وزارت د یوه پوست لپاره کاروه چې مشري یې وزیر (vizier) کوله. د عثمانیانو په خلافت کې لمړي سلیم ۱۵۱۵ دیوان کلیمه د امپراتورۍ د مشرانو د شورا لپاره وکاروله. په عصري ترکیه کې دیوان په کلیوالو سیمو کې د دولتي ادارو څانګو ته وایي. انګرېزانو د امپراتورۍ کمپنۍ چې په هند کې وه د عوایدو ادارې ته دیواني (dewanee) کلیمه کاروله.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons