Diet – د جاپان د امپریالستي حکومت ملي شورا

په انګرېزۍ کې ورته (Imperial Diet) نوم هم اخلي. د ۱۸۸۹–۱۹۴۷ کلونو ترمنځ د جاپانۍ امپراتورۍ ملي شورا او د جاپان مقننه ملي مجلس وو. د جاپان د ۱۸۸۹ کال په میجي اساسي قانون (Meiji Constitution) کې د جاپان امپریالستي شورا دوه جرګې لرلې: د مشرانو جرګه (The upper house) او د اشرافو جرګه (House of Peers) او دواړو خپله کې برابر واک درلوده، دواړه جرګې پرته له انتخاباتو د ګمارنې یا ټاکنې له لارې جوړې شوې وې. په پېل کې یې شمېر تر ۳۰۰ غړو کم وو خو وروسته تر ۴۰۰ پورې ورسېد. د اشرافو د جرګې دنده د ولسي جرګې پر چارو نظر ساتنه وه.
 
په انګرېزۍ کې (Diet) نورې ماناګانې هم لري لمړۍ مانا یې هغه خواړه چې په عادتي توګه یې یو حیوان، انسان یا یوه ټولنه خوري لکه پیشو په عادتي توګه غوښه خوړونکې ده یا د پیشو (diet) غوښه ده؛ دوېمه مانا یې غذایي رژیم ده، درېمه مانا یې په ځینې ملکونو کې مقننه یا ملي شورا ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons