Cour de Cassation – په فرانسه کې تر ټولو لوړه د استیناف جرمي او ملکي محکمه

په فرانسه کې تر ټولو لوړه د استیناف جرمي او ملکي محکمه ده کومه چې د نورو محکمو د پرېکړو باطلولو او یا رد کولو حق لري. دا محکمه دې ته نظر کوي چې ایا لاندې محکمې قانون په سمه توګه پلي کړی کنه او د قضیې له حقایقو سره کوم کار نلري، د قضیې په اړه بیا ځلې قضاوت هم نکوي یوازې پر قضیې پلي شوي قانون ته کتنه کوي. د استیناف له محکمې سره یې توپیر داده چې د استیناف محکمه بیا ځلې د قضیې حقایقو ته کتنه کوي او بیا ځلې قضاوت کوي خو د دې محکمې موخه داده چې د فرانسې د ټولو محکمو ترمنځ د قانون تعبیر او تفسیر یو دول کړي. همداسې لکه د متحده ایالتونو د سترې محکمې په څېر، لکه د جاپان د سترې محکمې په څېر، لکه د جرمني د اساسي قانون د محکمې په څېر قانون ته کتنه نکوي چې ایا دا قانون له اساسي قانون سره سمون خوري او که له اساسي قانون سره په ټکر کې ده بلکې یوازې د ټولو محکمو ترمنځ د قانون په تفسیر کې یووالی رامنځته کوي ګوري چې قانون سم تفسیر شوی او کنه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons