Court – محکمه

په انګرېزۍ کې ورته (court of law) نوم هم اخلي. یو کس یا د کسانو له ډلې جوړې تنې ته وایي کومه چې ملکي، جرمي، مذهبي او نظامي قضیې اوري او حل کوي. د انګرېزۍ ژبې (Court) کلیمه په اصل کې بند شوي ځای ته وایي او هغه تالار، خونه، صالون یا تعمیر ښي چېرې چې قضایي بهیر ترسره کیږي.
 
د حقوقو پوهان وایي چې “محکمه نه د پیسو ځواک لري او نه د تورې ځواک لري.” خو له پیسو او د پولیسو له ځواک پرته محکمه یو کمزوری بنسټ ده او له دې پرته محکمه نشي کولای ځان مطمن کړي چې پرېکړې یې له قانون سره مطابقت کوي او اجرا شوي که نه.
 
محکمې سره د ځینې بنسټیزو واکونو نشتون له امله ځینې محافظه کاران داسې ګمان کوي چې محکمه د حکومت یو ډېر کمزوری بنسټ ده خو دا ډول بحث د محکمې اصلي واک او ځواک له پامه غورزوي. یو بنسټ هغه وخت مشروع ګڼل کیږي چې د پرېکړې کولو واک ولري او پرېکړې ته ېی احترام کیږي او د پرېکړې اطاعت کیږي. د قضا مشروعیت له دې باوره سرچینه اخلي چې قاضیان بې پرې دي او پرېکړې یې د قانون پر بنسټ وي او کومه سیاسي یا د ایډیالوجي انګېزه نلري. سیاسي پرېکړې لکه د مقننه قوې پرېکړې د محکمې له پرېکړو سره توپیر لري په مقننه پرېکړو کې شخصي، سیاسي او ایډیالوجیکې ګټې نغښتې وي خو د محکمې پرېکړې بیا د اصولو پر بنسټ کیږي او له شخصي یا سیاسي انګېزې پاکې وي.
 
د محکمې دندې
د ټولو محکمو بنسټیزه دنده کورنۍ سوله ساتنه وي. که چېرې یو داسې بنسټ په هېوادونو کې نه وای چې د هېواد اتباعو ورته د بې پرې ګمان کړی وای نو ممکن هر کس به مجرم ته په نا کنټرول شوي اختیار جزا ټاکلی. له همدې امله محکمې ته دا واک ورکړل شوی چې د دوه کسانو د شخصي شخړې په اړه پرېکړه وکړي او په هېواد کې د انارشي یا بې نظمي مخه ونیسي. نو له همدې مخې داسې ویلای شو چې محکمه د یو هېواد کورنۍ سوله ساتونکی ځواک ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons