Cortes – کورټس

په انګرېزۍ کې ورته (Cortes) وایي، په هسپانوۍ او پرتګالۍ ژبه کې (courts) او په کتلان ژبه کې ورته (corts) نوم اخلي. د منځنیو پېړیو د ایبېرین پاچایي (Iberian kingdoms) استازې شورا یا پارلمان وو او په اوس وخت کې د هسپانیا او پرتګال مقننه قوه یا ملي پارلمان ده (ملي پارلمان او فدرالي پارلمان توپیر لري).
 
کورټس په منځنیو پیړیو کې هغه وخت وده وکړه چې د ښاروالیو منتخبو کسانو ته په کوریا ریجیس (Curia Regis) کې د مشورې حق ورکړل شو – کوریا ریجیس لاتیني لفظ ده او مانا یې د پاچا محکمه ده. دا جرګه یې ځکه جوړه کړه چې پاچا غوښتل له خلکو مالیه ترلاسه کړي او پاچا دا حق نلره چې د ښاروالیو د مشرانو له اجازې پرته له دودیزې مالیې زېاته غوښتنه وکړي او یا یې په خلکو تحمیل کړي.
 
د ۱۳ پېړۍ په پېل کې په دواړو کاستیل او لییون ښارونو کې کورټس شوراګانې موجودې وې خو کله چې په کال ۱۲۳۰ کې د دواړو ښارونو پاچایانو اتحاد وکړ نو د دواړو کورټس شوراګانو ترمنځ ګډه ناسته ترسره کېده. د لییون او کاستیل کورټس د خلکو له درې طبقو جوړې شوې شوراګانې وې چې اشراف، روحانیون او د ښارونو منشیان پکې وو. وروسته دواړو ملکونو پرتګال او هسپانیا دا نوم د خپلو ملي پارلمانونو لپاره وکاروه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons