Corps Législatif – مقننه قوه

په انګرېزۍ کې یې مانا (Legislative Corps) ده اوله کال ۱۷۹۵ تر ۱۸۱۴ پورې د ډایریکټري (Directory) په موده کې، په فرانسه کې مقننه قوه وه – ډایریکټري د فرانسې له انقلاب نه وروسته د درېم کال د اساسي قانون پر بنسټ حکومت وو چې څلور کاله یې له کال ۱۷۹۵ نومبر میاشتې د ۱۷۹۹ نومبر پورې دوام وکړ او په دې حکومت کې د مقننه قوه یا د همدې جرګې غړي د (Corps Législatif) په نامه یادېدل کوم چې په دوه جرګو وېشل شوی وو.
 
د ناپلیون په وخت کې د قانون جوړونې واک له درې تنو سره وو لمړۍ تنه قضا وه کومې چې قانون وړاندیز کوه او په وړاندیز شوي قانون بحث کېده؛ مقننه قوه وه چې درې سوه غړي یې لرل کومې چې وړاندیز شوی قانون تصویب کوه او یا یې ردوه؛ محافظه کاره سنا جرګه وه چې د اساسي قانون ساتنه یې کوله. بوناپارټ (Bonaparte) کورنۍ دا فکر وکړ چې دا بهیر ډېر ورو ده او په کال ۱۸۰۴ کې په تدریجي توګه د (Corps Législatif) واک له منځه په تلو شو په کال ۱۸۱۴ کې اتلسم لوییز (Louis XVIII) دا سیستم لغوه کړ.
 
بوناپارټ د کورسیکا یا کورسیکن (Corsican family) کورنۍ ده په کومه کې چې د فرانسې درې واکمن د ناپلیون په نامه تېر شوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons