Coroner – د غېرې طبیعي مرګونو پلټونکی

په عصري وخت کې یو داسې رسمي کار کوونکی ده چې د قضا په مرسته د هغو مرګونو په اړه پلټنې کوي کومې چې غېرې طبیعي وي او یا داسې ښکاري چې په خپل مرګ نده مړ شوی.
 
د دې دفتر د تاریخ سرچینه له انګلستان څخه پېل شوې. دا نوم په انګرېزۍ کې پخوا (crowner) یا (coronator) وو چې له لاتیني (corona) لفظ څخه اخیستل شوی او مانا یې تاج ده. پخوا وخت کې یې دنده د پاچا ملکیت ساتنه او د امنیه قوماندان په چارو نظر ساتنه وه. په ۱۹ پېړۍ کې له دې پلټونکو دا واک واخیستل شو او په کال ۱۹۲۶ کې د (The Coroners Amendment Act of 1926) قانون یوازې د دوي دنده په غېرې طبیعي مرګونو کې پلټنه کړه.
 
په اوس وخت کې یې دنده په زندان کې د بندي کس مرګ، د نامالومو لاملونو له امله د مرګ پلټنه، د شخړې له امله د مرګ پلټنه ده. په اوس وخت باید دا کس په علمي شرایطو برابر وي تر څو دنده ترلاسه کړي: یا باید طبي تخصص ولري، په حقوقو کې زده کړې ولري یا هم د لوړو محکمو وکیل واوسي.
 
په کاناډا کې دا پلټونکي د نظامي افسر لخوا ګمارل کیږي. په امریکا کې د دې پوسټونو کار کوونکي منتخب وي خو ځینې پوسټونو باندې ګمارل کیږي. په ځینې ملکونو کې د دې پلټونکو دنده د پولیسو افسر پر مخ وړي او نورې ازموینې د ډاکټرانو لخوا په عدلیه طب کې ترسره کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons