Conseil d’État – دولتي شورا

دولتي شورا یا کانسی د اېتا د فرانسې تر ټولو لوړه محکمه ده د کومې تاریخ چې له ۱۳۰۲ څخه سرچینه اخلي. د ناپلیون په وخت کې یې فعالیت پراخ شو او په کال ۱۸۷۲ کې ډېر زېات واک ورکړل شو. دا محکمه د هغو دولتي مسایلو په اړه لارښونه او پرېکړې کوي چې د پارلمان، ولسمشر او یا کابینې لخوا ورسپارل شوې وي. داسې محکمه ده چې ممکن فرانسویان په خپل حکومت په دې محکمه کې دعوا وکړي. له ۱۹۵۳ څخه د فرانسوي تبعه خلکو دا ډول قضیې لمړی په اداري محکمو کې اورول کیږي خو وروسته د استیناف لپاره دې محکمې ته قضیه لېږدول کیږي. دا محکمه له کال ۱۹۸۷ څخه په ولایتونو کې د استیناف اووه محکمې هم کنټرول کوي کومې چې د همدې محکمې په څېر د قضیو په اړه پرېکړې کوي. دولتي شورا یا کانسی د اېتا په نورو ملکونو کې لکه بلجیم، یونان، ایټالیا، لبنان، هسپانیا، ترکیه او مصر کې هم تاسیس شوي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons