Congress of the United States – د متحده ایالتونو کانګرېس

د امریکا د متحده ایالتونو مقننه کور ده کوم چې د ۱۷۸۹ کال اساسي قانون پر بنسټ تاسیس شوی. دوه جرګې لري چې یوه د سنا جرګه (Senate) ده په کومه جرګه کې چې هر ایالت دوه سناتوران (senators) لري او د ایالت نفوس یا مساحت په پام کې نه نیول کیږي ټول ایالتونه که واړه دي او که لوی دوه سناتوران لري او د استازو جرګه (the House of Representatives) ده په کومه کې چې د هر ایالت د استازو شمېر د نفوس پر بنسټ وي. د متحده ایالتونو په اساسي قانون کې د کانګرېس واک مالیه ایښودل، مالیه راغونډول، د سوداګرۍ تنظیم، جګړه اعلانول، د پوځونو ملاتړ، او ټول هغه قوانین جوړول د کومو په ذریعه چې خپل ځواک کارولی شي.
 
د کانګرېس دواړه تالارونه سره جلا دي خو د قانون جوړونه کې برابر رول لري. کانګرېس باید په کال کې یو ځل سره یو ځای شي او د یو ځای کېدو پر ورځ باید دواړه جرګې موافقه وکړي. په اساسي قانون کې دا تاریخ د ډسمبر لمړۍ دوشنبه وه خو وروسته په (Twentieth Amendment) کې د جنورۍ ۳ نېټه شوه. همداسې باید د کانګرېس دواړه جرګې د ولسمشر او د مرستیال ولسمشر د رایو شمارلو لپاره هم سره یو ځای شي. کله چې ولسمشر دواړو جرګو ته خبرې کوي هم سره یو ځای کیږي خو دا یو ځای کېدنه یې په اساسي قانون کې نشته.
 
د کانګرېس دواړه جرګې دایمي او موقتي کمیټې او په خپله کې شریکې کیمټې لري کومې چې په ګډو موضوع ګانو خبرې کوي. د کانګرېس هېڅ کړنه تر هغو د اعتبار وړ نه وي تر څو چې دواړه جرګې سره ورته سند تصدیق نکړي او د تصدیق لپاره دواړه جرګې کمیټې ټاکي تر څو سند یو بل سره په توافق کې کړي.
 
په متحده ایالتونو کې هر کال په جنورۍ کې ولسمشر کانګرېس ته خطاب کوي چې د (State of the Union address) په نامه یادیږي او په دې کې د قانون جوړونې لپاره پلان په ډاګه کوي تر څو یې کانګرېس وارزوي، د ولسمشر د ادارې مقننه لرلید په پراخه توګه روښانه شوی وي، په دوېم ګام کې ولسمشر دکلنۍ بودیجې پلان او په اقتصاد باندې جوړ شوی راپور چې راپور یې د ولسمشر د سلاکارانو او اقتصادي مشاورینو لخو جوړ شوی وي کانګرېس ته سپاري.
 
د قانون له مخې، ولسمشر د کانګرېس د بهیر فعاله برخه وي. ولسمشر مسولیت لري چې د قانون جوړونې د اړتیا پر وخت کانګرېس مخکې له مخکې خبر کړي، دولتي څانګې مسولیت لري چې د خپل فعالیت راپورپه ټاکلې موده کې کانګرېس ته ولیږي. که چېرې ولسمشر یو قانون رد (veto) کړي او لاسلیک یې نکړي نو د کانګرېس د دواړو جرګو له درېو دوه رایې د ولسمشر پرېکړه رد کولای شي.
 
همداسې د متحده ایالتونو ستره محکمه له کانګرېس سره کومه مستقیمه اړیکه نلري. که چېرې ستره محکمه پرېکړه وکړي چې یو ځانګړی قانون د متحده ایالتونو له اساسي قانون سره په ټکر کې ده نو د ولسمشر د رد (veto) کولو څخه کانګرېس ته لویه ننګونه ده. ستره محکمه او فدرالي محکمې داساسي قانون پر بنسټ داسې یو چوکاټ طرحه کوي په کوم کې چې کانګرېس د قانون جوړونې عمل ترسره کوي. همداسې د کانګرېس دواړه جرګې کولای شي یو قانون فسخه کړي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons