Dajōkan – دا جوکان

د نارا او هین دوره (Nara and Heian periods) کې د جاپانۍ امپراتورۍ دولتي شورا وه. کله چې جاپان خپل امپریالستي ځواک په کال ۱۸۶۸ کې ورغاوه نو خپلې دولتي شورا ته یې بیا همدا پخوانی نوم ورکړ. د داجوکان نوې شورا په دوه څانګو وېشل شوې وه چې یوه اجرایوي څانګه او بله د مقننه ځواک څانګه وه. دا شورا څو ځلې بیا تاسیس شوه خو په کال ۱۸۷۱ کې د سپټمبر په ۱۳ نېټه په درې څانګو ووېشل شوه: مقننه ځواک، د وزیرانو لارښوونکې اداره، د یادو دوه ادارو ګډ ځواک لرونکې څانګه. وروسته په حکومت فشار راوړل شو تر څو پارلماني سیستم خپل کړي او په کال ۱۸۸۵ کې د داجوکان شورا لغوه شوه او داسې کابینه جوړه شوه چې له امپراتور سره یې حکومتي مسولیت شریک وو. له دې څلور کاله وروسته د جاپان لمړی اساسي قانون نافذ شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons