Daniel Dulany – ډینیل ډولاني

د جون په ۲۸ نېټه، کال ۱۷۲۲، د متحده ایالتونو د میريلنډ په اناپولیس کې زېږېدلی او مارچ په ۱۷ نېټه، کال ۱۷۹۷، د متحده ایالتونو د میریلنډ په بالټیمور کې مړ شوی. وکیل او د امریکا له انقلاب څخه وړانې اغیزمند یا با نفوذه سیاسي شخصیت وو.
 
ډولاني خپلې زده کړې په انګلستان کې کړې وې او کله چې میریلنډ ته ولاړ هلته وکیل شو. له کال ۱۷۵۱ تر ۱۷۵۴ پورې د مقننه شورا غړی وو او په کال ۱۷۵۷ کې د دولتي شورا غړی منتخب شو. په روان کال کې یې په څو نورو دولتي پوسټونو هم کار وکړ او د امریکایي مستعمرو یا کالونیو یو نامتو وکیل شو. په امریکا کې د انګرېزانو د ځینو پالیسیو مخالف وو او کله چې د (Stamp Act of 1765) قانون له امله بحران رامنځته شو نو ډینیل د (Considerations on the Propriety of Imposing Taxes in the British Colonies 1765) په نامه کتاب پرې ولیکله کومه چې د (Stamp Act) خلاف تر ټولو اغیزمنه چاپي رسنۍ وه خو په ورته وخت کې ډولاني د انګرېزانو د حکومت خلاف پاڅون سره مخالف وو.
Daniel Dulaney the Younger
Daniel Dulaney the Younger By unknown late 18th engraver

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons