Philosophy – فلسفه

له یونانۍ (φιλοσοφία, philosophia) کلیمې څخه اخیستل شوی لفظ ده او مانا یې “عقل سره مینه” ده. فلسفه د موجودیت، پوهې، ارزښت، وجې، ذهن، ژبو او ورته مسایلو په اړه د عامه او بنسټیزو ستونزو مطالعه ده. د فلسفې اصطلاح له زېږېدېز کال نه ۵۷۰–۴۹۵ کلونو وړاندې ترمنځ ممکن د فیثاغورث لخوا ابداع شوې وي. د فلسفې په طریقه یا میتود کې پوښتنې، د نیوکې بحث او منطقي استدلال شامل دي. د کلاسیک فلسفې په پوښتنو کې لاندې ډول پوښتنې شاملې دي:
۱- ممکنه ده چې په یو څه پوه شو او ثابت یې کړو ؟
۲- څه ډېر زېات حقیقي دي؟
له دې پرته فیلسوفان ډېرې عیني او عملي پوښتنې هم کوي لکه: د ژوند لپاره تر ټولو غوره طریقه هم شته ؟ انسانان ازاده اراده لري؟
 
په تاریخي توګه، فلسفې د یونان فیلسوف ارسطو له وخت تر ۱۹ پېړۍ د علم هره څانګه رانغښتې وه. طبیعي فلسفه په طب، ستورپوهنه او فزیک باندې بحث کوي د بېلګې په توګه د نیوټن په طبیعي فلسفه کې د ریاضي اصول ( Newton’s Mathematical Principles of Natural Philosophy) چې وروسته د فزیک کتاب په توګه ډلبندي شو. په ۱۹ پېړۍ کې عصري څېړنیز پوهنتونونه د اکادمیکې فلسفې له لارې ځینې څانګې مسلکي او د تخصص تر کچې ورسولې. په عصري دور کې ځینې علمي رشتې چې پخوا د فلسفې برخه وه جلا ډیسپلین شول لکه اقتصاد، اروا پوهنه، د ټولنې پېژندنه او ژبپوهنه. همداسې هنر سره نږدې رشتې، ساینس او سیاسیت تر اوسه د فلسفې برخه ده.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons