Ecclesiastical court – کلیسایي محکمه

مذهبي محکمه د مذهبي چارواکو لخو ا چمتو کیږي تر څو په یوه مسله د مذهبي علماو ترمنځ یا عامي کسانو ترمنځ بحث وشي. په عصري وخت کې دا ډول محکمې د مسلمانانو (شریعت)، یهودانو (bet din) او عیسویانو مذهبي ډلې جوړوي. تر پخوا یې فعالیت ډېر محدود شوی خو پخوا وخت کې یې د محکمې په اندازه واک لره او د هر څه په اړه یې قضاوت او پرېکړه کوله. په منځنیو پېړیو کې د رومان کتولیک کلیسا د هغه وخت له محکمو سره برابره سیالي کوله.
 
هغه کلیسایي محکمې چې په سیکولر سیمو کې وې سر او کار یې له سپېڅلو مسایلو سره وو لکه واده، طلاق او نور مشروع مسایل لکه میراث. په انګلستان کې د کلیسا محکمه چې په ۱۶ پېړۍ کې د انګلیکن (Anglican) عیسوۍ ډلې پکې واک ترلاسه کړ د میراث لپاره بشپړ قضایي سیستم لره دا مذهبي محکمه تر ۱۸۵۷ کال پورې د چانسري محکمې سره په سیالۍ کې وه. دې محکمو هغه روحانیون هم محکمه کول چې جرم به یې کړی وو.
 
په منځنیو پېړیو کې د کلیسایي محکمو پراخ واک شخړو ته لار هواره کړه او لامل یې دا وو چې هر کس به دعوا کوله چې په دې محکمه کې غړیتوب لري او په دې محکمو کې به یې پناه اخیسته. پناه اخیستونکي کونډې، یتیمان، صلیبیان، محصلین او په ځینو سیمو کې هغه خلک وو چې لوست یې کولای شو. کوم ملکیت چې روحانیونو او یا د کلیسا د مسولینو وو د شکرانې او عیسوي عشر له لارې یې لاسته راوړی وو چې له خلکو به یې کال کې له لسو یوه برخه د عشر په توګه اخیسته. په کومو سیمو کې به چې شتمنۍ د روحانیونو لاسته په اسانۍ نه ورتلې نو د کلیسا لخوا به د عقایدو د تفتیش محکمه (inquisition courts) ترسره کېده او دې خلکو ته به یې تر ټولو سخته جزا ټاکله لکه ژوندی په اور کې سوزول یا داسې نورې جزاګانې.
 
د اروپا په زېاتو سیمو کې چې سلطنتي محکمې کافي نه وې نو کلیسایي محکمو پکې واک لره. په ۱۴ پېړۍ کې چې کله د پاچایانو واک او ځواک زېات شو د دواړو ترمنځ شخړې پیدا شوې او بلاخره سیکولر چارواکي د داسې لارو چارو په لټه کې شول چې د کلیسا واک او ځواک له منځه ویسي او د وخت له تېرېدو سره توله اروپا سیکولر شوه.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons