Edith Nourse Rogers – ایډیت نورس روجرس

د مارچ په ۱۹ نېټه، کال ۱۸۸۱، د متحده ایالتونو د مېن ایالت په ساکو سیمه کې زېږېدلې او د سپټمبر په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۶۰، په بوسټون کې مړه شوې. د امریکا دولتي چاوراکې وه، د اوږد وخت لپاره په کانګرېس کې د ماساچوسېټس ایالت استازې وه، له سرتېرو سره د چارو له امله ډېره پېژندل شوې.
 
لمړنۍ زده کړې یې په (Rogers Hall School in Lowell) ښونځي کې چې په متحده ایالتونو کې ده کړي او لیسه یې په (Madame Julien’s School in Paris) کې چې د فرانسې په پاریس ده لوستې. په کال ۱۹۰۷ کې یې له جان روجرس (John J. Rogers) سره واده وکړ. کله چې جان روجرس کانګرېس ته په کال ۱۹۱۲ کې کاندید شو نو د لمړی نړیوالې جګړې وخت وو او دوي په واشنګټن ډي سي کې ژوند پېل کړ. ایډیت د سره صلیب (red cross) او وای اېم سي اې (YMCA) ادارې لپاره په رضاکارانه فعالیت پېل وکړ. په کال ۱۹۱۷ کې یې له (Women’s Overseas League) ادارې سره له خپل هېواده بهر دنده لرله. د ۱۹۱۸–۲۲ کلونو ترمنځ یې په نظامي روغتونونو کې دنده پېل کړه او د متحده ایالتونو د جمهور ریس وارن جي هارډینګ (Warren G. Harding) لخوا په کال ۱۹۲۲ کې د استازې په توګه وګمارل شوه تر څو د جمهور ریس په استازیتوب د نظامي روغتونونو لیدنه وکړي.
 
په کال ۱۹۲۳ کې د متحده ایالتونو جمهور ریس (President Calvin Coolidge)، په کال ۱۹۲۹ کې (President Herbert Hoover) چې دواره د متحده ایالتونو ولسمشران وو ورته دنده وروسپارله. په کال ۱۹۲۵ کې یې میړه مړ شو او میرمن ایډیت د کانګریس بشپړ غړیتوب ته ځان کاندید کړ. په کانګرېس کې ۳۵ کاله د ماساچوسېټس ایالت استازې پاتې شوې.
Edith nourse rogers
Edith nourse rogers Collection of U.S. House of Representatives

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons