Motion – مقننه جرګې یا کمېټې ته رسمي وړاندیز

د پارلمان د نظم په قوانینو کې یوه کړنلاره ده د کومې له لارې چې وړاندیزونه د غور کولو لپاره مشورتي شوراګانو ته وړاندې کیږي. په بله مانا موشن یو وړاندیز ده چې د بحث یا پرېکړې لپاره ولسي جرګې ته وړاندیز کیږي. یو موشن یو رسمي وړاندیز ده چې مقننه شورا ته د شورا د یوه غړي لخوا د عمل یا یوې کړنې ترسره کولو لپاره وړاندیز کیږي. دا وړاندیز په پارلماني بهیر کې یو نوی بحث رامنځته کوي او یا د هغه وړاندیز چې معطل شوی, په اړه نوو کړنو ته لار هواروي.
بله مانا یې محکمې یا قاضي ته د نظم یا قانوانینو په اړه وړاندیز ده. بله مانا یې د خبرو له لارې داسې وړاندیز ده کوم چې د یوې لیکل شوې عریضې د رد کولو لپاره وېل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons