Missouri Plan – د میسوري ایالت د قاضیانو د ټاکنې او ګمارنې طریقه

په انګرېزۍ کې دا پلان د (Missouri Nonpartisan Court Plan, or the merit plan) په نومونو هم یادوي. د قاضیانو د ټاکنې طریقه چې له میسوري ایالت څخه یې په کال ۱۹۴۰ کې سرچینه اخیستې او په تدریجي توګه د متحده ایالتونو نورو قضایي حوزو هم دا طریقه پلي کړه. دې ته ورته طریقه په ځینې نورو ملکونو کې هم کاریږي. په دې طریقه کې یو غیرې تنظیمي کمیسون د قضا د پوسټونو لپاره نوملړ چمتو کوي او دا نوملړ د ایالت والي ته لیږي. والي ۶۰ ورځې وخت لري چې د کاندیدانو له دې نوملړ څخه د پوسټ لپاره کسان خوښ کړي. که چېرې والي په ۶۰ ورځو کې کس خوښ نکړي بیا کمیسون کس خوښوي.
 
له یو کال دندې وروسته د ټاکل شوي قاضي په اړه انتخابات کیږي او انتخاباتو کې یې کوم بل کس سیال نه وي بلکې د یوکال د کړنو په اړه یو ډول قضاوت وي او کړنو ته یې رایې ورکول کیږي که چېرې رایې کمې ترلاسه کړي قاضي له دندې لرې کیږي او که رایې زېاتې شي نو په دایمي توګه په خپل پوسټ پاتې کیږي. د دې طریقې موخه د وړتیا له مخې قاضیان ګمارل دي او په قضا کې د سیاسي ګمارنو مخنیوی ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons