Geography – جغرافیه

د یوناني ژبې د دوه کلیمو له ترکیب (γεωγραφία geōgraphía) اخیستل شوی نوم دی مانا یې “ځمکه او لیکل” ده. د ځمکې د سطحې، ځانګړنو، اوسېدونکو او پېښو مطالعه ده. د هر څه رانغاړونکې رشته ده کومه چې د ځمکې، د ځمکې د انسانانو او د ځمکې د طبیعي پېچلتیا د مطالعې هڅه کوي. یوازې د دې مطالعه نه کوي چې توکي چېرې دي بلکې دې ته هم کتنه کوي چې څرنګه بدلون پکې رامنځته شوی او اوس چېرې دي. جغرافیه د طبیعي ساینس او ټولنیز ساینس ترمنځ پول ګڼل کیږي.

د ډېرو جغرافیایي مفهومونو مخینه د یونان د سېرېن له اېراتوستېن ته رسیږي او ګمان کیږي چې د “جغرافیا” کلیمه یې هم له زېږېدیز کال څخه تقریبا ۱۹۵ کاله وړاندې ابداع کړې وي. تر اوسه پورې تر ټولو په زړو موندل شوو اسنادو کې جغرافې کلیمه د زېږېدیز کال د ۱۰۰ او ۱۷۰ کال ترمنځ د کلودیوس بطلیموس په نوم یوه یوناني کارولې او وروسته یې په جغرافیه کې د بطلیموس دود رامنځته کړ کوم کې چې د جغرافې د نقشې تیوري هم موجوده ده. بابلیانو هم له زېږېدیز کال څخه نهه پېړۍ وړاندې هڅه کړې وه چې د ځمکې نقشه جوړه کړي. جغرافې ته د رشتې په توګه د زرګونو کالو په اوږدو کې مختلفو قومونو وده ورکړې. همداسې د دې قومونو ترمنځ سوداګرۍ هم پکې خپل اړین رول لرلای.

د جغرافې اصلي تمرکز په فضا، ځای، وخت او په نقشې دی. اوس وخت هڅه شوې چې جغرافیه په څانګو او فرعي څانګو سره ووېشي. د کمیت یا کمیتي جغرافیه د جغرافیایي پېښو مطالعه په ریاضیکي او ساینسي طریقو کوي. د کیفیت یا کیفیتي جغرافیه د انسانانو له لید څخه د نړۍ په نومونو او تشرېح تمرکز کوي. د جغرافې ځینې مطالعې دواړه فرعي څانګې کاروي.


جغرافیه د ځمکې سیستماتیکه مطالعه ده خو که چېرې د بلې سیارې جغرافیه وي نو د سیارې نوم هم ورسره لیکلی وي لکه د مریخ جغرافیه او ځینې کسان د نورو سیارو جغرافې ته جلا نوم “اریوګرافي” کاروي. هر هغه څه چې نقشه کې ځای کېدای شي د جغرافې برخه کېدای شي له همدې امله د جغرافې مسلکي کسان په نقشې او د جغرافیي پېښو لپاره نوم اېښودنه کې هم پوه لري. جغرفیه د انسان له چاپېریال سره فعل او انفعال ته هم کتنه کوي.

فضا او ځای دواړه په اقتصاد، روغتیا، اقلیم، بوټو او ژوو خپل اغیز لري او له همدې امله جغرافیه داسې رشته ده کومه چې مختلفې څانګې رانغاړي. جغرافیه نوره لکه پخوا د ځایونو نومونه یادول نه دي بلکې د طبیعي او سیاسي نړۍ د پېښو څېړنه کوي. یادې پېښې له پرتله کولو وروسته، له عمومي کولو وروسته له اغیز لاملونه ته راکوزوي د یادې چارې ترسره کولو لپاره د طبیعت قانون تعقیبوي او په انسان یې اغیز تشرېح کوي. جغرافیه داسې ساینس دی چې د لامل او اغیز په اړه یې دلیل وایي او بحث پرې کوي.

جغرافیه په درې څانګو وېشل شوې انساني جغرافیه، فزیکي جغرافیه او تخنیکي جغرافیه. انساني جغرافیه په جوړ شوي چاپېریال تمرکز کوي او دا مطالعه کوي چې انسان څرنګه ځای جوړونه کوي، څرنګه یې مدیریت کوي او څرنګه په جوړ شوي ځای انسان خپل اغیز لري. فزیکي جغرافیه د طبیعي چاپېریال ازموینه کوي او په دې ځان پوه کوي چې څرنګه ژوندي، اقلیم، خاوره، اوبه او د وچې ځمکې تنې جوړیږي او څرنګه فعل او انفعال کوي. د دوه لمړیو څانګو توپیر د جغرافې ادغام رامنځته کړی، ادغام شوې جغرافیه فزیکي او انساني جغرافیه ترکیب کوي او د انسان له چاپېریال سره فعل او انفعال مطالعه کوي. تخنیکي جغرافیه هغه ابزار او تخنیکونه رانغاړي کوم چې جغرافیه پوهان کاروي لکه نقشه جوړونه او د جغرافیي مالوماتو سیستم.


اړین مفهمونه
جغرافیه یوازې یو څو مفهمونو ته محدودول اسانه چاره نه ده بلکې بې کچې زیاته ننګونکې چاره ده او په رشته کې د تودو بحثونو لامل شوې ده. د انګرېزۍ ژبې د جغرافې اړین مفهمونه (Key Concepts in Geography) کتاب په لمړي اېډېشن کې هڅه شوې چې هر فصل یې په فضا، ځای، وخت، نقشې او د ځمکو په تنو ووېشي. د همدې کتاب دوېم اېډېشن کې یادو مفهمونو سره د چاپېریال سیستمونه، ټولنیزو سیستمونو، طبیعت، نړیوالتوب، پرمختګ او خطرونو تشرېح زیاته شوې. دې کتاب ته په کتو داسې ښکاري چې د جغرافې یوازې څو مفهومونو ته محدودول ننګونکې چاره ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons