Psychology – ارواپوهنه

ارواپوهنه د چلند، ذهن، د بې خوده او په خود ذهنونو، د احساس او فکر ساینس ده. ارواپوهنه مختلفې لویې برخې لري کومې چې په ټولیزه توګه د مغز څخه تولیدېدونکې ځانګړتیاوې مطالعه کوي. ارواپوهنه د ټولنیز ساینس په توګه د عمومي اصولو په اړه د څېړنو له لارې یو غړی او د غړو ګروپ مطالعه کوي.
 
د دې څانګې کارپوه ته ارواپوه وایي او د ټولنیزو، چلندي او پېژندونکو یا درک کوونکو ساینسپوهانو په ډلو کې سره وېشل شوي. ارواپوهنه هڅه کوي چې په ذهني فعالیت او ټولنیز چلند ځان پوه کړي او د دې ترشا د درک یا پېژندنې او چلند اروایي او بیولوجیکي پروسې مطالعه کړي. ارواپوهان د شخصیت، د مغزفعالیت، انګېزه، هوښیاري، احساسات، پام، درک او لرلید مطالعه کوي او پلټي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons