Anthropology – انتروپولوجي یا انسان پېژندنه

انتروپولوجي د انسان، انساني ټولنې او چلند په تېر وخت او اوسمهال کې مطالعه ده. کلتوري انتروپولوجي او ټولنیزه انتروپولوجي د ټولنو ارزښتونه او نورمونه مطالعه کوي. د ژبپوهنې انتروپولوجي دا مطالعه کوي چې څرنګه ژبه په ټولنیز ژوند اغیز کوي. بیولوجیکي یا فزیکي انتروپولوجي د انسانانو بیولوجیکي وده مطالعه کوي.
 
لروغونپوهنه چې په تېر وخت کې د فزیکي شواهدو له مخې د انسانانو کلتور مطالعه کوي په متحده ایالتونو کې د انتروپولوجي یو څانګه ګڼل کیږي خو په اروپا کې جلا رشته ګڼل کیږي او یا د ورته رشتو لکه تاریخ لاندې ډلبندي شوې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons