Ministerial responsibility – د وزیرانو مسولیت

د وزیرانو مسولیت په دوه ډوله ده لمړی ډول یې (Ministerial responsibility) ده په دې ډول کې حکومت د پارلمان لخوا ټاکل کیږي، پارلمان کولای شي حکومت له واک څخه ګوښه کړي، پارلمان په غور سره د حکومت د کړنو څارنه کوي، اجرایوي څانګې یې یو ځای واک ته رسیږي او له واکه لرې کیږي لکه د انګلستان لمړی وزیر او کابینه چې د پارلمان لخوا ټاکل کیږي او له واکه لرې کیږي, ټول وزیران یوازې د خپل وزارت د کړنو مسولین نه وي بلکې په ګډه د حکومت د پالیسۍ دفاع په پارلمان کې کوي .
 
دوېم ډول یې (Individual ministerial responsibility) ده او په دې ډول کې وزیران باید پارلمان ته فریب ورنکړي، وزیران باید په سیاسي توګه او شخصي توګه له فساد څخه پاک وي، وزیران باید د ګټو له امله د شخړو مخه ونیسي، وزیران باید د پارلمان بې احترامي او یا د پارلمان د بدنامۍ هڅه ونکړي، هر وزیر د خپل وزارت مسولیت په غاړه لري او پارلمان له هر وزیر څخه د مسولیت پوښتنه کوي، پارلمان یوازې یو وزیر د رایو له لارې په دنده ګمارلی یا لرې کولای شي خو حکومت د خلکو لخوا منتخب وي او پارلمان یې له واکه د ګوښه وکولو واک نلري.
 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons