Ḥafiz al-Assad – حافظ الاسد

د اکتوبر په ۶ نېټه، کال ۱۹۳۰، د سوریې په قرداها کې زېږېدلی او د جون په ۱۰ نېټه، کال ۲۰۰۰، په دمشق کې مړ شوی. د ۱۹۷۱–۲۰۰۰ کلونو ترمنځ د سوریې جمهور ریس وو. حافظ الاسد سوریې ته ثبات راوړ او سوریه یې په منځني ختیځ کې یو ځواک کړه.
 
حافظ الاسد د علویانو په یوه غریبه کورنۍ کې زېږېدلی وو. وروسته یې د حزب البتال عربي الاشتراکي په نامه د تنظیم کې غړیتوب ترلاسه کړ. په کال ۱۹۵۲ کې د پوځ اکاډمي ته ولاړ او درې کاله وروسته د پیلوټ په توګه له اکاډمي فارغ شو. د ۱۹۵۹–۶۱ کلونو ترمنځ سوریې له مصر سره لنډ مهاله اتحادیه جوړه کړ او حافظ الاسد مصرته ولاړ د اتحادیې له منځه تللو وروسته اسد او یو څو نورو نظامیانو هڅه وکړه چې د البتال تنظیم بیا ځلې فعال کړي او دفعالیت لپاره یې یوه کمیټه جوړه کړه. په کال ۱۹۶۳ کې البتال ته واک په لاس ورغی او اسد د هوایي ځواک قومندان شو. په کال ۱۹۶۶ کې یې کودتا وکړه او منتخب حکومت یې ړنګ کړ، د حکومت ټول غړي یې له سوریې جلا وطن او واک یې تر لاسه کړل او خپله د دفاع وزیر شو. کله چې اسد واک ترلاسه کړ له اسرایلو سره یې شخړه رامنځته شوه، سوریې د ګولان په نامه غونډۍ اسرایلو ته پرېښودې کوم چې په کال ۱۹۶۷ د جون میاشت کې د ۶۰ ورزو جګړې لامل شو. دې جګړې د اسد راتلونکي سیاست ته شکل ورکړ او اسد کوښښ وکړ چې د اوږدمهال لپاره په واک کې پاتې شي. په ورته وخت کې سلاح الجدید چې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وو له اسد سره په واک کې سیالي پېل کړه. په کال ۱۹۷۰ د نومبر په میاشت کې یې الجدید سره د څه نورو غړو ونیوه او خپله لمړی وزیر شو، په کال ۱۹۷۱ کې منتخب جمهور ریس شو.
 
د سوریې د پوځ جوړونې لپاره یې د شوروي اتحاد مرسته ترلاسه کړه، او د عامه خلکو لپاره یې چارې پېل کړې تر څو خلک ځانته وفادار کړي چې د چارو د بودیجې زېاته برخه د عربو ملکونو په خیرات او د ځینې نړیوالو ادارو په پور برابره کړه. خپل سیاسي مخالفان یې د نیولو، شکنجې او اعدامولو له لارې ختم کړل. په کال ۱۹۸۲ کې د حماه ښار یوې ډلې د حافظ الاسد خلاف پاڅون وکړ د پاڅون ځواب کې یې تقریبا ۲۰۰۰۰ کسان قتل او تقریبا ښار یې هم ویجار کړ. د اسد بهرنۍ پالیسي دا وه چې سوریه د عربو ملکونو مشري وکړي. په کال ۱۹۷۳ کې یې له مصر سره اتحاد وکړ او په اسرایلو یې بریدونه پېل کړل. په کال ۱۹۷۶ کې لبنان کورنۍ جګړه پېل کړه او اسد لبنان ته د عربو ځینې پوځونه ولېږل تر څو د دې هیواد دایمي حضور ممکن کړي، جګړه پای ته ورسوي او سوله راولي. د ۱۹۸۲–۸۵ کلونو ترمنځ اسرایلو د لبنان په سوېل برید وکړ او اسد یې کلکه دفاع وکړه له اسرایلو یې سیمې بېرته ونیولې. بله هڅه یې دا وه چې د لبنان ټول عیسویان یې په دې باورمند کړل چې د لبنان مسلمانان باید په برابره توګه په حکومت کې ونډه ولري او د لبنان اساسي قانون کې یې بدلون راوړلو ته وهڅول. په ورته وخت کې یې له افراطي فلسطنیانو سره چې په لبنان او سوریه کې وو مرسته وکړه.
 
د ۱۹۸۰–۸۸ کلونو ترمنځ چې کله د عراق او ایران ترمنځ جګړه وه د ایران ملاتړ یې وکړ. د ۱۹۹۰–۹۱ کلونو ترمنځ کله چې متحده ایالتونو په عراق برید وکړ د متحده ایالتونو کلک ملاتړ یې وکړ. د غرب حکومتونو د حافظ الاسد د مرستې قدرداني وکړه خو پخوا یې په حافظ الاسد نیوکې کولې چې د تروریزم ملاتړ کوي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې له اسرایلو سره خپلې شخړې هوارې کړې او اړیکې یې سولیزې کړې خو په ورته وخت کې یې په اسرایلو غږ کوه چې د ګولن نیول شوې غونډۍ بېرته سوریې ته پرېدي او همدا د ښو اړیکو ساتلو لپاره خنډ کېده. په کال ۱۹۹۸ کې چې کله اسرایلو له ترکې سره اړیکې جوړې کړې اسد هم له عراق سره اړیکې ګرمې کړې خو په کال ۲۰۰۰ کې مړ شو او د سورې واک یې زوی بشر الاسد ته په لاس ورغی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons