Aayyār – عیاران

په عربي کې یې جمع عیارون او په فارسي کې عیاران ده. له ۹ تر ۱۲ پېړۍ پورې د عراق او ایران ټول سني او شیعه جنګیالي وو. عیاران ډله د دې لپاره جوړه شوې وه چې د اسلام خپرولو لپاره په اسیا کې جګړه پر مخ وېسي. د دې ډلې تر ټولو دقیق اسناد چې د دوي فعالیت په ډېره روښانه توګه تشرېح کوي له ۱۰ تر ۱۲ پېړۍ په بغداد کې فعالیت ده. یادې ډلې په بغداد کې داسې فعالیت کړی چې ممکن په نورو سیمو کې عیارانو نه وي کړی. د دې وخت بغداد کې ال بوید (Būyids) چې د ۹۴۵–۱۰۵۵ ترمنځ یې واک په لاس کې لره موجود وو. عیارانو بغداد په یو بې قانونه او د جګړې په میدان بدل کړ د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړه یې پېل کړه. په لارو یې مالیه کېښوده، د شپې لخوا یې د شتمنو خلکو کورنه لوټ کړل، په سوداګریزو مارکېټونه یې جبري مالیه تحمیل کړه، ځینې سوداګریزو مارکیټونو ته یې اور ولګوه او تر ټولو لویې اسلامي کتابخانې یې وسوزولې.
 
د ۱۰۲۸–۳۳ کلونو ترمنځ د دې ډلې مشران البورجومي او ابن الموسوي وو. عصري تاریخ پوهان دا ډله غله ګڼي او ګمان کوي چې سیمه کې کمزوری حکومت وو او یا هم کورنۍ جګړه وه او دې ډله د واک له لرلو د غلا او لوټلو لپاره سوء استفاده کړې. په ۱۲ پېړۍ کې سلجوقیان (Seljuqs) راڅرګند شول او عیاران یې په دې وجه له منځه یوړل چې سوداګریز مارکیټونه یې لوټل، په عامه خلکو کې یې د عدالت نشتون ته لار هواره کړې وه، شتمن خلک یې لوټل او د سیمې په حکومت یې بریدونه کول.
 
له بغداد څخه بهر عیاران د منځنۍ طبقې خلکو سره ملګري وو او د سیمه ایزو خلکو ملاتړ یې کوه او یا به یې سمیه ایز خلک له خپلې سیمې وېستل. په لویدیځ ایران کې یې خپل نسل د سفاریانو په نامه ځای پر ځای کړ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons