Aaron Bank – آرون بېنک

د نومبرمیاشت په ۲۳ نېټه، کال ۱۹۰۲، په نیویارک ښار کې زېږېدلی او د اپرېل میاشت په ۱ نېټه، کال ۲۰۰۴، د کلیفورنیا په دانا پواینټ کې مړ شوی. د متحده ایالتونو د پوځ افسروو. د نامتوالي وجه یې، په دوېمه نړیواله جګړه کې، د دښمن د کرښې له شا ګټه پورته کول وو. په دې وخت کې یې د پوځ له (Office of Strategic Services OSS) څانګې سره دنده پر مخ وړله. د متحده ایالتونو د ځانګړو ځواکونو (Green Berets) تاسیس کوونکی ده.

بېنک په یوه روسۍ کډواله شوې کورنۍ کې زېږېدلی، له خپلې مور څخه یې فرانسوي او جرمني زده کړه. په ۱۹۳۰ لسیزه کې یې ټولې اروپا ته سفرونه پېل کړل او د فټنس کلب استاد او په اوبو کې د ډوبېدونکو ژغورونکی وو. په کال ۱۹۴۲ کې د امریکا پوځ ته ولاړ خو پوځ فکر وکړ چې د فعاله پوځي خدمت لپاره یې عمر ډېر زېات ده او د افسرانو اکاډمۍ کې محصل شو, له اکاډمۍ څخه د دوېم بریدمن په توګه فارغ شو او د ټرانسپورت بخش کې په دنده وګمارل شو.

په کال ۱۹۴۳ کې د امریکا د پوځ (Office of Strategic Services OSS) څانګې ته داسې کس پکار شو چې په ژبو کې وړتیا ولري او بېنک په رضاکارانه توګه له دې څانګې سره په خدمت پېل وکړ. په دې څانګه کې مسلکې نه وو نو دې ادارې بېنک ته روزنه ورکړه (په پراشوټ کې ټوپ وهنه، جاسوسي، له دود یا قراداد څخه ازاد جنګي تاکتيکونه او د ستراتیژي روزنه).

وروسته د جډ برګ پروژې (Jedburgh project) کې ګډون لپاره ولېږل شو. د جډ برګ پروژه د امریکایانو، بلجیمیانو، انګرېزانو، جرمنانو او فرانسویانو د ځانګړو ځواکونو په اشغال شوې اروپا کې ګډ پروګرام وو. په کال ۱۹۴۴ کې، په اشغال شوې فرانسه کې، د درې کسه سرتېرو لرونکي قومندان په توګه له هوا وغورزول شو. نور دوه ملګري یې یو فرانسوی افسر او بل د مخابرې مسلکي کس وو. له فراسوي پوځ سره یې مرسته وکړه چې د هوا له لارې په ډېره محفوظه توګه د فرانسې په سوېل کې خپل سرتیري وغورزوي. په کال ۱۹۴۵ کې بېنک د اتریش په الپ غرونو کې د پراشوټ له لارې وغورزول شو تر څو د (Operation Iron Cross) عملیات ترسره کړي، له دې وروسته چین ته ولېږل شو تر څو جاپاني نیول شوي سرتیري وژغوري.

په کال ۱۹۵۱ کې یې له کوریا سره په جګړه کې برخه واخیسته او له جګړې وروسته د ځانګړو ځواکونو قومندان وګمارل شو. کله یې چې په کلیفورنیا کې دنده ترسره کوله د شرقي اروپا هغه کډوال یې په ځانګړو ځواکونو کې وګمارل چې متحده ایالتونو د تابعت بدل کې یې پوځي خدمت ترسره کوه: د متحده ایالتونو د (Lodge-Philbin Act, a 1950) قانون له مخې.

په کال ۱۹۵۳ کې، د برلین په سوېل کې خلک د شوروي اتحاد خلاف پاڅېدل. د بېنک دې چارې چې د شرقي اروپا کډوال یې د تابعت بدل کې پوځ ته جلب کړي له پاڅون سره خورا زېاته مرسته وکړه او له مقاومت کوونکو سره په ملکي جامه کې یوځای شول. په جرمني کې د خلکو له پاڅون سره له مرستې کولو وروسته بېرته متحده ایالتونو ته ولاړ او هلته یې پینټاګون کې دنده پېل کړه. په کال ۱۹۵۸ کې تقاوت شو خو بیا یې هم له ځانګړو ځواکونو سره فعالیت ته دوام ورکړ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons