Abdel Fattah al-Sisi – عبدالفتاح السیسي

د نومبر په ۱۹ نېټه، کال ۱۹۵۴، د مصر په قاهره کې زېږېدلی. د مصر پوځي افسر ده او په ۲۰۱۳ کال کې د مصر عملي رهبر شو. کله چې محمد مرسي واک ته ورسېد خلکو د مرسي خلاف پاڅون وکړ او السیسي جمهور ریس له واکه لرې کړ. لمړی ځل په ۲۰۱۴ کې او په دوېم ځل په کال ۲۰۱۸ کې ولسمشرۍ ته کاندید شو. په کال ۱۹۷۷ کې د مصر له پوځي اکاډمي فارغ شوی. پیاده پوځ کې یې په خدمت پېل وکړ. وروسته د مصر په شمال کې د پوځ قومندان وټاکل شو. په ۲۰۱۰ کې د پوځ د استخباراتو ریس وګمارل شو.
 
د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ او فېبرورۍ میاشت کې خلکو د جمهور ریس حسن مبارک خلاف پاڅون وکړ. کله چې حسن مبارک واک پرېښود او مرسي واک ته ورسېد نو له پوځ سره یې د واک پر سر شخړه پېل شوه. د ۲۰۱۲ کال د اګسټ په میاشت کې، مرسي د پوځ ټول افسران تقاوت ته مجبور کړل او کم پېژندل شوی مرسي یې د دفاع وزیر کړ. په دې وخت کې خلکو د مرسي خلاف پاڅون وکړ داسې پاڅون چې د حسن مبارک خلاف نه وو شوی. السیسي مرسي ته اخطار ورکړ چې باید په ۴۸ ساعتونو کې بحران ته د حل لار وګوري او یا باید د پوځ مداخلې ته چمتو شي. مرسي خلکو ته د مذاکرې بلنه ورکړه خو له واکه لرې کېدل یې رد کړ او بلاخره د جولای په درېمه نېټه د پوځ لخوا ونیول شو. د مرسي له لرې کېدو وروسته عدلي منصور جمهور ریس شو خو دا روښانه وه چې د پوځ تخنیک ده او واک د السیسي لاس کې ده.
 
واک ته تر رسېدو وروسته السیسي سیاسي مخالفان ونیول ترڅو په یو مخالف سیاسي ځواک بدل نشي، د دوي رسنیز چینلونه یې بند کړل چې بلاخره د خلکو له پاڅون سره مخ شو او پاېله د پولیسو او مظاهرو کوونکو ترمنځ شخړه شوه. د جولای په میاشت کې پولیسو ۵۰ کسه مظاهره کوونکي او د اګسټ په میاشت کې ۱۰۰ کسه مظاهر کوونکي ووژل. همداسې یې سیاسي غونډې سره خپرې کړې.
 
د وژنو او نیونو سره سره السیسي په مصر کې پلویان پیدا کړل کوم چې د دوه کاله اقتصادي او سیاسي بحران څخه ستړي شوي وو. د وخت په تېرېدو سره د مصر په لارو او کوڅو کې د السیسي ناره پورته شوه او له السیسي یې په واک کې د پاتې کېدو غوښتنه وکړه. السیسي اعلان وکړ چې په واک کې د پاتې کېدو تمه نلري او غواړي چې د ولسمشری دفتر پرېږدي خو وروسته د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشتې کې یې پرېکړه وکړه چې د پوځ دنده پرېدي او په انتخاباتو کې ګډون کوي. د ۲۰۱۴ کال په جون کې انتخابات وشو او په ډېره اسانۍ یې خپل یوازیني سیال حمدین سباهي ته ماته ورکړه.
 
کله چې واک ته ورسېده د سینای ټاپوزمه کې یې د داعش ډلې مرکز باندې پوځي عملیات پېل کړل. په ورته وخت کې یې خپل سیاسي مخالفین هم وځپل. د نړیوالو بشري حقونو ادارې د السیسي حکومت باندې تور پورې کړ چې د خپلو سیاسي مخالفینو او جورنالستانو خلاف وسله وال ځواک کاروي. هر هغه جورنالست او سیاسي لیډر چې د حکومت خلاف ګڼل کېده شتمنۍ یې ترې ضبط کړه، شکنجه یې کړل، په نامحدوده توګه یې زنداني کړل، د ملک په داخل کې او بهر ته سفرونو بندیز یې پرې ولګوه.
 
السیسي د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې انتخابات بیا وګټل. د ۲۰۱۸ کال انتخاباتو کې یې کوم ځواکمن یا نامتو لیډر سیال نه وو او ټول سیاسي کاندیدان یې له انتخاباتو د قانون ماتونې او ځینې نورو تورونو له امله له نوملړ څخه وېستلي وو او یوازینې سیال یې موسی مصطفی موسی وو چې تر جنورۍ میاشتې پورې یې د السیسي ملاتړ کوه خو د انتخاباتو له پېل سره یې سیال شو. السیسي ۹۷ % رایې ترلاسه کړې. په انتخاباتو کې د خلک ګډون ۴۱% وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons