Abdullah II – دوېم عبدالله

بشپړ نوم یې عبدالله ابن حسین ده. د جنورۍ په ۳۰ نېټه، کال۱۹۶۲، د اردن په عمان کې زېږېدلی. له ۱۹۹۹ کال څخه د اردن پاچا ده. په قوم بني هاشم ده.
 
عبدالله د حسین پاچا مشر زوی وو تر درې کلنۍ پورې شهزاده وو. کله چې په منځني ختیځ کې نا ارامي پېل شوه نو حسین پاچا د پاچایي میراث د خپل ورور حسن په نوم کړه. عبدالله د زده کړو لپاره انګلستان او متحده ایالتونو ته ولاړ او په کال ۱۹۸۰ کې د انګلستان له سلطنتي پوځي اکاډمۍ سنډهرسټ (sandhurst) څخه فارغ شو. له فارغېدو وروسته یې د انګلستان له پوځ سره او له هغې وروسته د اردون په پوځ کې دنده ترسره کړه. په کال ۱۹۹۳ کې د اردن د ځانګړو ځواکونو د قومندان مرستیال وټاکل شو؛ په کال ۱۹۹۴ کې د اردن د ځانګړو ځواکونو قومندان شو او په خپل پوسټ یې تر هغو کار ته دوام ورکړ تر څو چې پاچا کېده. په کال ۱۹۹۳ کې یې له یوې فلسطینۍ رانیا الیاسین سره واده وکړ.
 
په کال ۱۹۹۹ کې یې پلار ناروغ شو د ناروغېدو سره یې خپله پخوانۍ پرېکړه چې خپل ورور به یې له مرګ څخه وروسته پاچا کیږي بدله کړه او او خپل زوی عبدالله یې د پاچایي وارث کړ. د ۱۹۹۹ کال د جنورۍ په ۷ نېټه یې پلار مړ شو او عبدالله په ۹ تاریخ د اردن رسمي پاچا شو. له پاچا کېدو سره یې د خپل پلار زېاتو پالیسیو ته دوام ورکړ.
 
کله چې په امریکا کې د ۱۱ سپتمبر پېښه وشوه عبدالله د متحده ایالتونو ملاتړ وکړ، همداسې چې کله متحده ایالتونو په ۲۰۰۳ کال کې په عراق برید وکړ عبدالله د متحده ایالتونو ملاتړ وکړ او د متحده ایالتونو ځانګړو ځواکونو ته یې په اردن کې اډې ورکړې. د عبدالله بله هڅه د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ سوله وه چې څو ځلې یې په نړیوالو دې مسلې ته د پام اړولو لپاره غږ کړی.
 
د متحده ایالتونو سره د ملګرتیا له لارې یې د اردن پوځ عصري کړ تر څو لکه د عراق سوریې او داسې نورو ګاونډیو په څېر اردن په داخل او له اردنه بهر اردن ته د خطرونو مخه ونیسي. بله چاره یې د اردن ټولنه او اقتصاد ده چې دواړه یې د عصر سره برابرولو ته برابر کړل. په اردن کې د جنسیت مساواتو ته کار وکړ خو سیاسي ازادي ته یې پاملرنه کمه کړې مګر په ورته وخت کې یې د سیاسي ګډون هڅې کړي. همداسې یې په اردن کې یخوانیان سخت ځپلي. کله کله په اردن کې د عبدالله خلاف مظاهرې هم شوي چې ډېری یې د اسلامپاله ډلو او هغو کسانو لخوا چې دندې نلري او یا هم د مزدورانو د حقونو فعالان دي ترتیب شوي خو په مظاهره کې ګډون کوونکي هېڅکله ډېر نه وو.
 
کله چې په سوریه برید وشو نو تقریبا ۱.۵ میلیونه کډوال اردن ته ولاړل، کله چې په منځني ختیځ کې عرب د خپلو حکومتونو خلاف پاڅېدل د عبدالله لپاره هم یو ډول ننګونه وه. د دې ترڅنګ په عراق او سوریه کې د داعش ګروپ رامنځته کېدل وو په کوم کې چې د القاعده ځینې پخواني غړي هم شامل وو او القاعده ډله د اردن سر سخته دښمنه وه د دې د حل لپاره عبدالله له متحده ایالتونو د هوایي ځواک سره د اردن د هوایي ځواک ګډ کمپاین رامنځته کړ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons