Ella Grasso – اېلا ګراسو

بشپر نوم یې (Ella Rosa Giovanna Oliva Tambussi) ده. د مې په ۱۰ نېټه، کال ۱۹۱۹، د متحده ایالتونو د کوون ایالت په وېنډسرلاکس کې زېږېدلې او د فېبرورۍ په ۵ نېټه، کال ۱۹۸۱، په هارت فورډ کې مړه شوې. لمړۍ ښځه وه چې د ایالتي حکومت ولایت ته په خپل حق کاندید شوه.
 
ګراسو له ( Mount Holyoke College, South Hadley, Massachusetts) څخه په کال ۱۹۴۰ کې فارغه شوې او په کال ۱۹۴۲ کې یې ماستري وکړه. د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال یې په (Connecticut office of the War Manpower Commission) اداره کې د څېړونکو د ریسې په توګه دنده لرله. وروسته یې په سیمه ایزو دیموکراتیکو سیاستونو کې په فعالیت پېل وکړ. په کال ۱۹۵۲ کې یې د ایالتي مقننه جرګې ته ځان کاندید کړ او په کال ۱۹۵۴ کې بیا ځلې کاندید شوه. په ځینې نورو پوسټونو یې هم کار کړی او په کال ۱۹۷۲ کې کانګرېس ته کاندید شوه.
 
په کال ۱۹۷۴ کې د ولایت لپاره د والي په توګه کاندیده شوه او خپل جمهوري غوښتونکي سیال ته یې سخته ماته ورکړه. په کال ۱۹۷۵ کې لمړۍ ښځه شوه چې په خپله وړتیا یې د ولایت والیتوب لاسته راوړ تر دې مخکې ټولې والیانې د پخوانیو والیاونو ښځې وې. په کال ۱۹۸۰ کې ناروغه شوه او له خپلې دندې یې استعفا وکړه. ګراسو د جنین له سقط سره مخالفه وه خو عملا یې مخالفت نده ورسره کړی همداسې د ښځو د حقونو لپاره د (Equal Rights Amendment) وړاندیز شوي قانون ملاتړې وه خو هېڅکله یې کمپاین نده ورته کړی. ګراسو یوه داسې سیاست پوه وه چې په ۲۸ کاله سیاسي ژوند کې یې هېڅ انتخابات ندي بایللي.
Ella Grasso
Ella Grasso Office of History and Preservation, U.S. House of Representatives

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons