European Commission – اروپایي کمیسون

لنډیز یې (EC) ده، د اروپایي اتحادې یوه اداره ده. اروپایي کمیسون مقننه فعالیت هم ترسره کوي لکه اروپایي پارلمان ته د نوي قانون وړاندیز، قضایي فعالیت هم کوي لکه د اروپایي ملکونو تر منځ سوداګریزو مسایلو ته قانوني حل لار موندنه.
 
د اروپاي کمیسون اساسي چارې په لاندې ډول دي:
۱- د اروپایي اتحادیې د ټولنو د پالیسیو او قوانینو تطبیق، د اروپایي اتحادیې د بودیجې فارمول کوونه او مصرف.
۲- د اروپایي ټولنو د قوانینو پېل او مسودې چمتو کول دي.
۳- د اروپایي اتحادیې د قوانینو تطویق.
۴- په نړیواله کچه د اروپایي اتحادیې د ټولنو استازیتوب ده، په نړیوالو معاهدو کې داروپایي اتحادیې د استازي په توګه مذاکره یا خبرې اترې دي.
 
د اروپایي کمیسون غړو ته کمشنر (commissioner) نوم اخلي. دا کمشنران د اروپايي ټولنې اتباع یا د دې اتحادیې د غړو ملکونو تابعیت لري. د دې کمشنرانو دنده د خپلو ملکونو ګټې پالل ندي بلکې په ټولیزه توګه د دې اتحادې ګټې پالل دي. هر کمشنر په مستقله توګه د پالیسیو او ګټو دفاع کوي او اجازه نلري چې له خپلو ملکونو د پالیسۍ او ګټو د تعریف لپاره مشوره واخلي ځکه چې دا کمیسون د ټولې اروپایي اتحادیې استازی ده او باید نړیوالې معاهدې تطبیق کړي، د ټولنو لپاره جوړ شوي قوانین تطبیق کړي.
 
اروپایي کمیسون له ۲۷ غړو هېوادونو جوړ شوی او هر هېواد په کمیسون کې یو کمشنر لري. په کال ۲۰۰۹، د ډسمبر په لمړۍ نېټه د لېزبون تړون (Lisbon Treaty) لاسلیک شو، د دې تړون موخه په ۲۰۱۴ کال کې، په کمیسون کې د کمشنرانو د شمېر راکمول وو (د کمشنرانو دنده یې نوبتي کړه).
 
د اروپایي کمیسون غړي هر پنځه کاله وروسته ګمارل کیږي او ګمارنه یې هم د جون په میاشت کې وي. ریس یې د اروپایي شورا (European Council) لخوا ټاکل کیږي. دا کمیسون د پنځم کال د اکتوبر تر ۳۱ نېټې پورې رسمي فعالیت ته دوام ورکوي. په سیاسي توګه کمیسون مسولیت لري چې د اروپا پارلمان ته حساب ورکړي او د اروپا پارلمان د دې کمیسون له واکه د لرې کولو واک لري.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons