Court-martial – نظامي محکمه

په انګرېزۍ کې یې جمع دواړه (Courts-martial, or Court-martials) ده. نظامي محکمه وي چې امنیتي ځواک او یا نور غړي پکې محکمه کیږي. پخوا وخت کې د نظامي ځواک غړو هغه حقونه نلرل چې یو عام وګړی یې لري او له ټولو حقونو محروم وو یوازې یې د خپل افسر په اراده کار کوه. په اروپا کې د نظامیانو لپاره قوانین له منځنیو پېړیو تر ۱۶ پېړۍ جوړ شول او په دې کې د پوځ شورا شامله وه کومې چې د یو غړي جرم پلټنه کوله او جزا یې ټاکله.
 
په انګلستان کې د (Mutiny Act of 1689) قانون د انګلو امېرېکن عصري قانون بنست بلل کیږي. زېات هېوادونه د پوځ جلا کوډ شوې مادې لري. په جرمني کې چې کله د پوځ غړي جرم وکړي نو ملکي محکمې ته راجع کیږي که جرم یې ډېر جدي وي بیا یې پوځ محکمه کوي.
 
عامه نظامي یوه موقتي ځانګړې محکمه (ad hoc court) وي او قاضي یې یا جنرال وي او یا هم لوړ رتبه افسر وي. ځانګړې محکمه بیا د کنډک د مشر لخوا جوړیږي. عامه محکمه یې هر ډول جرم ته جزا ټاکي او ځانګړې محکمه بیا موقتي محبس ته لېږنه (short-term confinement) کوي او ځانګړو قضیو باندې قضاوت کوي ځینې وخت کې تر ۷ کالو پورې زندان ته لېږنه هم کولای شي چې دې ډول قضیې ته د (dishonourable discharge) نوم اخلي. کوم افسر چې قضاوت کوي د قضا د ناستې لپاره له خپل ټولګي افسران ټاکي تر څو پرېکړه واوروي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons