2018 نوومبر

Nursery-web spider – د پالنې ځاله جوړونکې غڼه

د پیسوریدای کورنۍ (family Pisauridae) غړي دي، په ارانې اېډا (order Araneida) ډله کې شامل دي. ښځه یې د خپلو بچیانو د روزنې اوساتنې لپاره ځاله جوړوي او له خپلې ځالې سره د ساتونکې په څېر ولاړه وي. ډېر ډولونه یې د اوبو څنګ کې ژوند کوي. ښځه یې د هګیو کیسه په خوله کې… read more »

Mite – شنی

مختلف ډوله واړه ارترو پوډ ژوي دي، په اراکنیډا کلاس (class Arachnida) کې د اکاري فرعي کلاس (subclass Acari) ده. په انسان او ژو کې د پرازیت په توګه اوسیږي، په بوټو کې، تازه اوبو کې، ګرمو چینو کې، وچه کې او سمندري اوبو کې ژوند کوي. پرازیت ډولونه یې ممکن د پوزې د سوریانو… read more »

Lynx spider – لېنکس غڼه

د اوکسیو پیډای کورنۍ (family Oxyopidae) غړې دي، په ارنې اېډای ډله (order Araneida) کې شامل دي. ځاله نه جوړوي، په حشرو برید کوي او د رانیولو لپاره یې د ځالې پر ځای پنجې کاروي. په ټوله نړۍ کې شته دي خو د شمالي امریکا په سوېل کې عامې دي. ډېر وخت په شنو کې… read more »

Worm – چونجی

له یوبل سره تړاو نلرونکي، مختلف ډوله بې شمزي دي، معمولا نرم، استوانه اي، اوږد شوی بدن لري. د چونجیانو تنه غړي نلري خو انالېډ او پولیکیټ یې استثنا ده. په مختلفو فیلا ګانو کې ډلبندي شوي لکه پلټي هېلمنتېس فایلم کې هوار یا مسطح چونجیان، په انالیډا کې په برخو د وېشل شوي بدن… read more »

Spoonworm – کاشوغه چونجی

د اېکیورېډ (echiurid) په نامه هم پېژندل کیږي. د اېکیورا فایلم (phylum Echiura) ټول غړي دي د اېکیورو اېدیا (Echiuroidea, or Echiurida) په نامه هم پېژندل کیږي. سوسیس ته ورته شکل لري او سر یې هوار شوی وي. سر یې ځینې وخت د چونچې یا کاشوغې شکل لري. له څو ملي متره تر ۶۰۰ ملي… read more »

Spiny-headed worm – اغزن سری چونجی

د اکانتو سېفالان (acanthocephalan) په نامه هم یادیږي. د اکانتوسېفالا فایلم (phylum Acanthocephala) ټول غړي دي. په خپل پوز کې یې چنګک ډوله جوړښت لري او له هم دې جوړښت څخه یې نوم اخیستل شوی. تر اوسه یې ۱۱۵۰ ډولونه مطالعه شوي او ټول ډولونه یې په شمزي لرونکو کې پرازیتي ژوند لري. غټ یې… read more »

Ribbon worm – ریبون چونجی

نور نومونه یې (bootlace worm, proboscis worm, nemertine, or nemertean) دي. د نېمرټیا فایلم (phylum Nemertea) ټول غړي دي فایلم ته یې ځینې خلک (Nemertinea, or Rhynchocoela) نومونه هم اخلي په کوم کې چې ازاد ژوند کوونکي شکلونه شامل دي خو د چنګاښ د کورنۍ، د حلزونونو او سمندري سکورټ پرازیتي ډولونه هم پکې شته…. read more »

Peanut worm – ممپلی چونجی

بل نوم یې (sipunculid) ده. د سیپونکولا فایلم (phylum Sipuncula) ټول غړي دي. سمندري چونجیان دي د کومو چې بدن په برخو نده وېشل شوی. له خولې یې معمولا یوه یا څو د ټنټکل یا حساسو وېښتو کړۍ تاو وي. د بدن اوږدوالی یې له څو ملي متره تر ۵۰۰ ملي متره پورې شته. په… read more »

platyhelminth – هوار یا مسطح چونجیان

بل نوم یې پلېټي هېلمنت (platyhelminth) ده. د پلېټي هېلمنتېس فایلم (phylum Platyhelminthes) ټول غړې دي. د نرم بدن لرونکو غړو ګروپ ده، معمولا هوار بې شمزي دي. یو څو ډوله یې ازاد ژوند کوونکي دي خو ۸۰ % یې ټول پرازیتي ژوند لري – په دې مانا چې د بل ژوندي د بدن له… read more »

Tube worm – په تونل کې ژوند کوونکي چونجیان

په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې ټول هغه چونجیان دي چې له انالیډ (annelid) سره تړاو لري او په تونلونو کې ژوند کوي لکه (polychaete; feather-duster worm; tentacle worm). نور په تونلونو کې ژوند کوونکي په پوګونوفورا فایلم (phylum Pogonophora) کې (beardworm) او په فورونیدا فایلم (phylum Phoronida) کې (horseshoe worm) چونجیان دي  

Medicinal leech – د درملو لیچ – طبي لیچ

د لیچ مختلف ډولونه دي، په فایلم انالیډا کې شامل دي، په ځانګړې توګه د (Hirudo medicinalis, H. verbana, and H. orientalis) ډولونه. یو وخت د انساني ناروغیو د درملنې لپاره کارېدل خو اوسمهال د وینې د لخته کېدود مخنیونکو په توګه کاریږي.

David Nicholson – ډیویډ نیکولسن

د ۱۹۳۹ کال، د مارچ په ۱۹ نېټه، د انګلستان د سوري په اېپسوم کې زېږېدلی او د ۲۰۰۶ کال، د اګست په ۲۶ نېټه، مړ شوی. د انګلستان د اسونو د منډو په سیالیو کې د ټوپ اچونکو اسونو لوبغاړی او روزونکی وو. د ۱۹۶۸–۹۹ کلونو تر منځ د انګلستان د ټوپ اچونکو اسونو… read more »

Delvin Glenn Miller – ډېلوېن ګلېن مېلر

د ۱۹۱۳ کال، د جولای په ۵ نېټه، زېږېدلی او د ۱۹۹۶ کال، د اګسټ په ۱۹ نېټه مړ شوی. د اسونو د منډو په سیالیو کې د اس ګاډۍ چلونکی وو، په خپل ۷۰ کاله دنده کې یې ۲۵۰۰ لوبې ګټلي او تر ۱۱ میلیونه ډالرو پورې یې لاسته راوړي. په ۲۰ پېړۍ کې… read more »

Exterminator – اېکسټرمینېټر

د منډو د سیالیو لپاره د امریکا روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۱۹۱۵ کې پیدا شوی، ټولې یې ۱۰۰ سیالۍ کړي او ۵۰ یې ګټلي.

Fairway – فیر وې

د منډو د سیالیو لپاره د انګلستان روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۱۹۲۵ کې پیدا شوی، ټولې یې ۱۵ لوبې کړي او ۱۲ یې ګټلي.

Fifinella – فیفینېلا

د منډو د سیالیو لپاره د انګلستان روزل شوی تورو برېډ اس وو، په ۱۹۱۳ کې پیدا شوی، په ۱۹۱۶ کال کې یې د (the Derby) لوبه او دوه ورځې وروسته بله لوبه (the Oaks) وګټله. وروستی اس وو چې په یوه کال کې دواړه لوبې ګټلي.

Daniel Leopold Wildenstein – ډانیل لیوپولډ وېلډېنسټېن

د ۱۹۱۷ کال، د سپټمبر په ۱۱ نېټه، د فرانسې په ویریر لو بویسو کې زېږېدلی او د ۲۰۰۱ کال، د اکتوبر په ۲۳ نېټه، په پاریس کې مړ شوی. د هنر مورخ یا تاریخ لیکونکی، د هنري توکو پلورونکی او د تورو برېډ اسونو مالک وو. د (Wildenstein & Co) مشر وو – یاد… read more »

Dan Patch – ډن پچ

د منډو د سیالیو لپاره د امریکا سټنډرډ برېډ روزل شوی اس وو، په ۱۸۹۶ کې پیدا شوی. په ۳۰ سیالیو کې یې یو مایل واټن په ۲ دقیقو کې وهلی. تر ۱۹۶۰ کال پورې هېڅ بل اس دومره چټکه منډه نه وه کړې. په ۵۶ لوبو کې یې یوازې دوه لوبې بایللي. په ۱۹۰۹… read more »

Cutting horse – کټینګ هارس

واړه اسونه چې د پادو او رمو د څر پر وخت پادې او رمې له نورو رمو او پادو جلا کوي د پادې یا رمې د تګ لوری هدایت کوي او د همدې لپاره روزل شوي. کوم ځانګړی نسل نده بلکې د هر نسل اسونه روزل کېدای شي ډېر وخت له کوارټر اسونو د دې… read more »

Count Fleet – کونټ فلیټ

د منډو د سیالیو لپاره د امریکا تورو برېډ روزل شوی اس وو، په ۱۹۴۰ کې پیدا شوی، په ۱۹۴۳ کال کې یې درېواړه لوبې(the Kentucky Derby, the Preakness Stakes, and the Belmont Stakes) وګټلې او د (American Triple Crown) شپږم ګټونکی شو.

Sidebar



Share
Hide Buttons