Worm – چونجی

له یوبل سره تړاو نلرونکي، مختلف ډوله بې شمزي دي، معمولا نرم، استوانه اي، اوږد شوی بدن لري. د چونجیانو تنه غړي نلري خو انالېډ او پولیکیټ یې استثنا ده. په مختلفو فیلا ګانو کې ډلبندي شوي لکه پلټي هېلمنتېس فایلم کې هوار یا مسطح چونجیان، په انالیډا کې په برخو د وېشل شوي بدن لرونکي چونجیان، نېمرتیا فایلم کې ریبون چونجیان، نېماټوډا کې ګرد چونجیان او نور… سپينوکولا فایلم کې ممپلی چونجی، اېکیورا کې کاشوغه چونجی، په اکانتوسېفلا فایلم کې اغزن سري چونجیان، په پوګونوفورا فایلم کې پوګونوفوران او کایتوګناتا فایلم کې غشی چونجی.
 
چونجی نوم کم وخت سل پښیو او زر پښیو ته هم کاریږي، د ځینې ژو لاروا بچیان هم د چونجي په نامه یادیږي. یو وخت ټول چونجي ته ورته ژوي د ورم یا ورمونو (Vermes) په نامه ډلبندي شوي وو. چونجیان ډېر وخت اوږد شوی تونل ته ورته بدن لري خو ځینې یې هوار، پاڼې ته ورته او استوانه اي شکلونو کې هم شته. تنه یې معمولا ضمیمې یا نښتې غړي نلري. د بدن کچه یې له ۱ ملي متره کمه هم شته خو په ځینې نیماټوډ کې تر ۳۰ متره پورې اوږده هم شته.
 
د ټولې نړۍ په تازه اوبو کې، سمندرونو او وچو کې شته دي. ځینې ډولونه یې پرازیتي دي، ځینې ازاد ژوند کوي. د انسان له نظره چونجی خاورې ته ګټه رسونکی ده خو پرازیت یې بوټو، کورنیو ژو او انسان ته زیان اړونکی هم ده. د نړۍ په ټولو ایکو سیستمونو کې چونجی د خوړو د زنځیر اړینه کړۍ ده.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons