Ribbon worm – ریبون چونجی

نور نومونه یې (bootlace worm, proboscis worm, nemertine, or nemertean) دي. د نېمرټیا فایلم (phylum Nemertea) ټول غړي دي فایلم ته یې ځینې خلک (Nemertinea, or Rhynchocoela) نومونه هم اخلي په کوم کې چې ازاد ژوند کوونکي شکلونه شامل دي خو د چنګاښ د کورنۍ، د حلزونونو او سمندري سکورټ پرازیتي ډولونه هم پکې شته. د ۹۰۰ نېمرټین ډولونو زیات شمېر په سمندر کې ژوند کوي او کم شمېر یې په تازه اوبو کې او وچه کې ژوند کوونکي دي.
 
ریبون تر ټولو ساده ژوي دي کوم چې تنفسي جهاز، ګېډه، جلا خوله او مقعد لري. نری اوږد بدن لري، د خوځښت پر وخت یې بدن د اوږدېدو وړتیا لري. ډېر ډولونه یې تر ۲۰ سانتي متره کم اوږدوالی لري خو د (Lineus longissimus) ډول یې تر ۳۰ سانتي متره پورې اوږده پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې کوم چې په ژورو اوبو کې ژوند کوي پراخ هوار بدن لري. بدن یې په منظمه توګه رنګ شوی وي د بدن رنګ یې بدن کې خاپونه، ټکي، پراډې یا هندسي شکل ته ورته رنګونه وي.
 
ډېر ډولونه یې نر او ښځه لري خو ځینې هېرمافروډیټیک دي، د مثل تولید یې کلنی ده، سپرم او هګۍ جلا پرېږدي او القاح یې له بدن څخه بهر ترسره کیږي. له دوه طریقو په یوه طریقه کې وده کوي تر ټولو عامه طریقه یې له لاروال دورې پرته مستقیمه وده ده. کوم چې لاروال دوره لري ازاد لامبو وهونکي شکل کې خپله لاروال دوره لري کومه او لاروال ته یې د (pilidium) نوم اخلي، د ځینو لاروال دوره غټو ته ورته وي او د (Desor) په نامه یادیږي. ټول ریبون چونجیان که چېرې د بدن کوم غړی له لاسه ورکړي بېرته وده کوي.

Nemertea Terrestrial W Java
A terrestrial nemertean from West Java. Source : flickr
Geonemertes sp., Mindanao, Philippines - 20110515-02
Geonemertes sp. from Mindanao, Philippines. Photo by Obsidian Soul.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons