Spiny-headed worm – اغزن سری چونجی

د اکانتو سېفالان (acanthocephalan) په نامه هم یادیږي. د اکانتوسېفالا فایلم (phylum Acanthocephala) ټول غړي دي. په خپل پوز کې یې چنګک ډوله جوړښت لري او له هم دې جوړښت څخه یې نوم اخیستل شوی. تر اوسه یې ۱۱۵۰ ډولونه مطالعه شوي او ټول ډولونه یې په شمزي لرونکو کې پرازیتي ژوند لري. غټ یې ډېر وخت په کبانو کې پرازیت وي او واړه لاروا جووېنایل (juveniles) یې په حشرو او چنګاښ یا سخت پوستو کې پرازیت وي. غټ یې تر ۱ سانتي متره پورې اوږدوالی لري خو ځینې ډولونه یې تر ۵۰ سانتي متره پورې اوږېدای شي. په ټوله نړۍ کې شته دي.
 
دواړه نر او ښځه لري. جنسي نزدیکت د خپل مېزبان په کلمو کې کوي. القاح شوې هګۍ یې د مېزبان په بولو کې بهر دفع کیږي. له دې وروسته تر هغو پورې نوره وده نکوي ترڅو چې دا هګۍ کوم ارتروپوډ نه وي خوړلي. کله چې د ارتوپوډ ګېډې ته ولاړ شي خپله لمړۍ لاروال دوره اکانتور (acanthor) پیل کوي او د ارتروپوډ د وینې د جوف (hemocoel) په دیوال کې سوری کوي. کله چې د وینې په جوف کې ځان ونښلوي خپله دوېمه لاروال دوره پیل کوي کومې ته چې اکانتېلا (acanthella) نوم اخلي. لمړی یې پوز وده کوي او له دې وروسته د سیستاکانت (cystacanth) په نامه دوره پیل کوي. یو ځل بیا تر هغو پورې وده نکوي تر څو چې سیستاکانت کوم شمزي لرونکي نه وي تېر کړی. که چېرې شمزي لرونکي یې وخوري نو په دې وخت کې کوچنی اغزن سری یې کلمو کې په فعالیت پیل کوي او خپل پوز کې چنګک د ګېډې د دیوال سوري کولو لپاره کاروي او په همدې ځای کې بشپړ ودې ته رسیږي.
 
که سیستاکانت د کوم ناسم ژوي لخوا وخوړل شي نو ګېډې ته له رسېدو سره د ژوي د ګېډې په دیوال کې سوری کوي او تر هغو همدلته بې فعالیته او بې ودې کولو نښتی پاتې کیږي تر څو کوم شمزی لرونکی دا ژوی خوري. ډېر وخت په کبانو کې پرازیت وي خو له دې پرته په مرغانو، دوه ژواکو، او په تی لرونکو کې هم پرازیت کیږي. خپل مېزبان ته کم زیان اړوي او له همدې امله کوم ځانګړی اقتصادي ارزښت نلري.
 
بدن یې په پوز او اوږدې شوې استوانه اي تنې وېشل شوی. په خپل پوز کې وروسته لور ته تاو شوی چنګک لري ، خپل چنګک د تنې لور ته کش کولای شي. د بدن رنګ یې سپین وي خو کم وخت زېړ، نارنجي یا سور رنګ هم لري. داخل یې ساده اناتومي لري، ګېډه نلري او د چنګک نیونکې برخه او د راکش کولو لپاره عضلې پکې دي، له چنګک وروسته برخه کې د لېګامېنټ په نامه کیسه لري.
 
د اغزن سرو د پلرونو په اړه تر اوسه مالومات نشته. ځینې مورفولوجیکي ځانګړنې یې داسې ښي چې له روټیفر سره نږدې تړاو لري او ممکن د روټیفر پلرونه یې په رامنځته کولو کې ګډون کړی وي.
Acanthocephala Pomphorhynchus
Pomphorhynchus from Bluefish. Photo by Fishdisease.net

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons