platyhelminth – هوار یا مسطح چونجیان

بل نوم یې پلېټي هېلمنت (platyhelminth) ده. د پلېټي هېلمنتېس فایلم (phylum Platyhelminthes) ټول غړې دي. د نرم بدن لرونکو غړو ګروپ ده، معمولا هوار بې شمزي دي. یو څو ډوله یې ازاد ژوند کوونکي دي خو ۸۰ % یې ټول پرازیتي ژوند لري – په دې مانا چې د بل ژوندي د بدن له پاسه یا د بدن داخل کې اوسي او خپل ځان ترې تغذیه کوي. د بدن ښی او چپ اړ یې یو بل ته ورته وي کوم ته چې انګرېزۍ کې (bilaterally symmetrical) وایي.
 
ځانګړی د وینې د دوران، د تنفس او اسکلیټي سیستم نلري، د بدن کوم جوف (coelom) پکې نشته، بدن یې په برخو نده وېشل شوی، سپنجي نښلونکي نسجنونه لري کوم ته چې مېسنکیمي (mesenchyme) نوم اخلي او د بدن د غړو ترمنځ واټن ډکوي. هوار چونجیان معمولا هېرما فروډېټیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې په یوه غړي کې دواړه د نر او ښځې تناسلي غړي موجود وي. لکه د نورو پرمختللو کثیر الحجروي ژو په څېر هوار چونجیان هم درې جنیني طبقې بهرنۍ طبقه، منځنۍ طبقه او لاندینۍ طبقه (endoderm, mesoderm, and ectoderm) لري. د سر سیمه لري کوم کې چې حسي غړي او عصبي نسجونه (مغز) شامل دي. ډېر شواهد ښي چې هوار چونجیان د نورو په پرتله ډېر لمړنی جوړښت لري.
 
په فایلم کې یې څلور کلاسونه شامل دي: ټرېماټوډا کلاس (Trematoda) کوم کې چې فلوک مسطح یا هوار چونجیان (flukes) ډلبندي شوي، سېسټوډا کلاس (Cestoda) کوم کې چې ټېپر پرازیتي چونجیان (tapeworms) شامل دي، ټوربېلریا کلاس (tapeworms) په کوم کې چې پلاناریان (planarians) شامل دي او مونو جېنیا کلاس (Monogenea) په کوم چې اسپيدوګاستریا ډله (order Aspidogastrea) شامله ده. ځینې خلک مونو جېنیا په ټرېماټوډا کلاس کې فرعي کلاس ګڼي. له ټوربېلریا کلاس پرته د نورو ټولو کلاسونو غړي یا ټول پرازیتي ژوند لري او یا یې د ژوند د دوران یوه برخه پرازیتي شکل لري.

Bedford's Flatworm
Bedford’s Flatworm (Pseudobiceros bedfordi). Photographed by Jan Derk
Pseudoceros dimidiatus
The flatworm Pseudoceros dimidiatus. North Horn, Osprey Reef, Coral Sea. Photo by Richard Ling
Mating Pseudobiceros bedfordi
Two flatworms of the genus Pseudobiceros bedfordi. Photo by Nico Michiels.
Taenia LifeCycle
Photo by Centers for Disease Control and Prevention
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons