Mite – شنی

مختلف ډوله واړه ارترو پوډ ژوي دي، په اراکنیډا کلاس (class Arachnida) کې د اکاري فرعي کلاس (subclass Acari) ده. په انسان او ژو کې د پرازیت په توګه اوسیږي، په بوټو کې، تازه اوبو کې، ګرمو چینو کې، وچه کې او سمندري اوبو کې ژوند کوي. پرازیت ډولونه یې ممکن د پوزې د سوریانو په کانال کې، په سږو کې، په معده کې او یا ممکن د ژو د بدن په ژورو نسجونو کې وي. ځینې شني انسانانو او ژو ته ناروغۍ انتقالوي. همداسې په بوټو کې شني د بوټو پاڼې خوري او بوټو ته ویروس انتقالوي. تر اوسه پورې د شنو ۴۸۲۰۰ ډولونه مطالعه شوي.
 
شني کوچنی بدن لري تر ټولو واړه یې ۰.۱ ملي متره او تر ټولو غټ یې تر ۶ ملي متره پورې اوږدوالی لري. څلور جوړه پښې لري. ډېر ډولونه یې د هوا د تونل له لارې (tracheae) تنفس کوي خو ځینې بیا د پوستکي له لارې ساه اخلي.
 
په (order Mesostigmata) کې ټول هغه شني چې په انسان برید کوي، د چرګانو شني او د موږک شني شامل دي. له دې پرته په دې ډله کې د بیزو د سږو شنې، د سپیانو او مرغانو د پوزې د سوریانو شني هم شامل دي.
 
په (order Oribatida) ډله کې په انسان او خاوره کې ژوند کوونکي شني شامل دي. کم وخت د بوټو په ساقې او پاڼو هم برید کوي. معمولا زیان اړونکي ندي او ممکن د عضوي توکو په تجزیه کې اړین رول ولوبوي. یو څو ډولونه یې غوییزو ته د ټېپر چونجي انتقال کې مرسته کوي.
 
په (order Astigmata) ډله کې د پنېر او غلې شني یا اوخۍ شاملې دي. د انسان چیچونکي او بخار پیدا کوونکي شني، د مرغانو د بڼکو شني هم پکې دي. د غلې اوخۍ یا شني یوازې غله له منځه نه وړي بلکې هغو خلکو کې بخار هم پیدا کوي چې له دې تولید سره یې سر او کار وي. ځینې ډولونه یې کورنیو تی لرونکو ژو کې ټپ پیدا کوي لکه غوییزو، سپیانو او داسې نورو کې.
 
دوه ډولونه یې (Triasacarus fedelei and Ampezzoa triassica) چې اوسمهال یې نسل له منځه تللی ۲۳۰ میلیونه کاله وړاندې راڅرګند شوي.
Acarine anatomy and morphology
1 Chelicerae, 2 Palps, 3 Salivary glands, 4 Gut, 5 Excretory (Malpighian) tubes, 6 Anus, 7 Ovary or testes, 8 Air breathing tubes (trachea), 9 Central ganglion, 10 Legs, 11 Hypostome. Photo by Daktaridudu (creative commons)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons