ژوند

یوه ژوندۍ ماده، د دې مادې ځانګړنې یا خواصو ښودنه کومو ځانګړنو کې چې ځواب او غبرګون، وده، میټابولیزم، د انرژۍ تبدیل او د مثل تولید شامل دي ژوند ده. هر ژوندۍ له یوه یا زیاتو ژوندیو واحدونو جوړ شوی کوم ته چې حجره وېل کیږي کوم چې د کاربن پر بنسټ د ترکیبونو او یا نورو ترکیبونو د شکل د تغیر وړتیا لري (میټابولیزم)، د ودې وړتیا لري، د ګډون او د مثل د تولید وړتیا لري. کوم ژوندي چې اوس پر ځمکه وینو شریک پلرونه لري، له ارثي تنوع او د چاپېریال له طبیعي انتخاب څخه رامنځته شوي. ځینې مطالعې وړاندیز کوي چې ممکن ژوند ۴.۱ بیلیونه کاله وړاندې پېل شوی وي تر اوسه پورې له ۳.۵ تر ۳.۷ بیلونه کاله وړاندې ترمنځ فوسیل پیدا شوي کوم چې ممکن له ځمکې لږ کم عمر ولري. تر اوسه پورې ۹۹.۹ % هغه نسلونه او ډولونه له منځه تللي چې مخکې یې په نړۍ کې ژونده کوه. د ساینس هغه څانګې چې د فعالیت پر بنسټ، د تاریخ پر بنسټ د ټولو ژوندیو تکامل افشا کوي الیکټرون مایکروسکوپي، جنتیک، پالیوبیولوجي، پالیونتولوجي او مالیکولولي بیولوجي ده.
ژوند کومو نورو ځایونو کې ده ؟ د دې سوال د ځواب لپاره مونږ ټولو ژوندي پر ځمکه لیدلي، له دې پرته د تصور وړ ژوند او ژوندي، په فرضیو کې ژوند او ژوندي کوم چې ممکن په کایناتو کې کوم بل چېرې هم موجود وي یا له ځمکې بهر د ژوند او ژوندیو په اړه فرضیه. خو تر کومه چې مونږ ټول خبر یو ژوند یوازې په ځمکه کې موجود ده. ټول ژوند او ژوندي یوازې په ۲۳ کیلو متره کې دي کوم چې د سمندر له تل یا درې کیلو متره د اوبو له لاندې پېل او تر ټروپوسفېر پورې موجود دي. په همدې ۲۳ کیلو متره لوړوالي کې له ۱۰ تر ۳۰ میلیونه پورې له یو بل سره توپیر لرونکي د ژوندیو ډولونه اوسیږي.
د ژوند تعریف
په بیولوجي او د ژوند په ساینس کې له منعکس شوو لرلیدونو د ژوند په اړه ډېر څه زده شوي. د ژوند په اړه په دې زده کړو کې څه شامل دي ؟ لنډیز یې لاندې وګورئ:
. اناتومي (د هغو شکلونو مطالعه چې انسان یې په سترګو لیدلای شي)، الټرا سټرکچر (ultrastructure) یا مایکروسکوپي جوړښتونه او شکلونه (هغه شکلونه چې یوازې په الیکټرون مایکروسکوپ لیدل کېدای شي)، فزیولوجي (physiology) د فعالیت مطالعه، مالیکولي بیولوجي او ژونکیمیا (molecular biology and biochemistry) په کیمیاوي کچه د فعالیت او جوړښت یا شکل مطالعه، ایکولوجي (ecology) له چاپېریال سره د ژوندیو د تړاو مطالعه، ټکزانوي ډلبندي (taxonomy) د ژوندیو نومول، پېژندل، او بیا په ډلو کې ډلبندي کول، اېتولوجي (ethology) د ژوندیو د چلند مطالعه، سوشیولوجي (sociobiology) د ټولنیز چلند مطالعه.
همداسې نور ځانګړي ساینسونه چې د ژوند په مطالعه کې برخه اخلي په کوچنیو ټکزا (taxa) یا په یوې ډلبندي شوې ډلې، ګروپ یا کورنۍ تمرکز کوي د بېلګې په توګه بوټپوهنه (botany) د بوټو مطالعه کوي, لایکېنولوجي (lichenology) هغه لایکېن (lichens) مطالعه کوي چې د مرخړیو، الګي او فوټو سېنټېټېک باکتریا تر منځ له دایمي اړیکو رامنځته کیږي، هېر پېتالوجي (herpetology) د دوه ژواکو او خزنده ګانو مطالعه کوي، مایکرو بیولوجي (microbiology) د باکتریا، د مایکروسکوپي مرخړیو (yeast)، د واحد الحجروي مرخړیو (unicellular fungi)، ارکي یا (archaea)، – ارکي یا د سمندر بوټي دي، او ویروسونو مطالعه کوي، زولوجي دځمکې او سمندري ژوي مطالعه کوي، سایټولوجي (cytology) حجرې مطالعه کوي.
هغه ټول ساینسپوهان او تخنیکي کار کوونکي چې د ژوند مطالعه کې ګډون کوي یا برخه اخلي په ډېره اسانۍ د ژوندۍ او مړې شوې مادې توپیر کولای شي خو هېڅ یو د ژوند لنډ، د ټولو ژوندیو د ژوند لپاره عام او بشپړ تعریف نشي کولای. ستونزه داده چې د ژوند بنسټیزې ځانګړنې لکه وده، د بیا مثل تولید، تغیر، تکامل او بهرني اختلال کوونکو ته فعال مقاومت د نورو ظرفیتونو او وړتیاو مداخلې او ګډون ته اړتیا لري او له همدې امله د ژوند لنډ مختصر او عام بشپړ تعریف نا ممکنه ده.
ډېر ساینسپوهان د ژوند د تعریف لپاره میټابولیک، فزیولوجیکي ژونکیمیاوي، جنیتیکي، تېرمو ډاینامیکي او یا د مثل د تولید وړتیا لرونکي سیستم (autopoietic) تشرېح کاروي.
د ژوند میټابولیک تعریف
د ژوند میټابولیک تعریفونه د ژونکیمیاپوهانو او بیولوجي پوهانو تر منځ نامتو دي. په دې تعریف کې ژوندي سیستمونه داسې توکي دي چې محدودې پولې یا سرحدونه لري، پرته له دې چې خپلو عامو خواصو یا ځانګړنو ته تغیر ورکړي په دوامداره توګه له خپل چاپېریال سره توکي تبادله کوي خو د وخت له تېرېدو سره ممکن خپلې ځانګړنې له لاسه ورکړي مګر بیا هم په ځینو کې استثنا موجوده ده لکه ځینې یخ وهلي تخمونه او د مرخړیو تخمونه (spores) کوم چې تر بې کچې مودې پورې بې تغیره او وېده پاتې کیږي، په کمه تودوخه کې دا تخمونه تر سلګونه یا تر زرګونه کلونو پورې بې میټابولیکه پاتې کیږي خو چې کله تودوخه زیاته شي خپل میټابولیکي فعالیت پېل کوي.
 
ډیوه د میټابولیک لپاره یوه ښه بېلګه ده: ډیوه خپله د سوزېدو لپاره محدوده پوله لري عضوي موم او چار چاپېره مالیکولي اکسیجن یې میټابولایز کیږي تر څو اوبه او کاربن ډایوکسایډ تولید کړي. ورته عمل په ژو او بوټو کې هم ترسره کیږي. لمبه د ودې وړتیا سره ګډون کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons