2019 مارچ

Hepatitis C – سي زېړی

سي زېړی داسې ویروس ده که چېرې یې درملنه ونشي نو ځیګر عفوني کولای او له منځه وړلای شي. عصري طریقو د ځیګر د عفوني کېدو درملنه هم ممکنه کړې او پرې اخته کس کولای شي د روغتیا لرونکي کس په اندازه نورمال ژوند ته ادامه ورکړي. سي زېړی د سي ویروس له امله پیدا… read more »

Hepatitis B – بي زېړی

د ځیګر عفوني کېدنه ده او لامل یې د بي ویروس په وینه او د بدن په ټولې مایع کې خپرېدنه ده. په غټانو کې معمولا مخکې له مخکې علایم نه راڅرګندیږي او په څو میاشتو کې یې درملنه امکان لري خو په کوچنیانو کې تر څو کلونو پورې پاتې کیږي او ډېر وخت د… read more »

Hepatitis A – اې زېړی

په انګلستان کې کم ده خو ځینې انګرېزان پرې د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخ دي په دې کسانو کې د نړۍ هغو سیمو ته سفر کوونکي انګرېزان دي چې پاکي ته کمه پاملرنه پکې کیږي، د انګرېزانو همجنسبازه نران او په نشیي توکو روږدي کسان دي. اې زېړی ناخوښونکې خو سخته ناروغي… read more »

Jaundice – د سترګو سپین او د پوستکي زېړېدل

د سترګو سپین او د پوستکي زېړېدل د سختې ناروغۍ نښه وي لکه د ځیګر ناروغي او باید له ډاکتر سره وکتل شي. له دې سره مو ممکن د ادرارو رنګ هم تېز خیره شي، پوستکی مو بخار پیدا کړي. د سترګو سپین او د وپوستکي د زېړېدو لامل په بدن کې د بیلي روبین… read more »

Hepatitis – زېړی

په انګرېزۍ کې زیړي ته (Hepatitis) نوم اخلي او یاده اصطلاح د ځیګر د پړسوب د تشرېح کولو لپاره کاریږي. د پړسوب لامل یې ځیګر ته د زیان رسېدو له امله او په هغو خلکو کې چې الکول څکي د الکول لرونکي څښاک له امله وي. زیړی مختلف ډولونه لري او ډېر ډولونه یې پرته… read more »

CPR – سي پي ار

که چېرې کس له ۱۸ کالو زیات عمر لرونکی وي نو د لاس رغوی مو د سینې په منځ یا د دوه تیانو د سرونو ترمنځ کېږدئ. بل لاس مو د لمړي اېښودل شوي لاس له پاسه کیږدئ او د دواړو لاسونو ګوتې په یو بل کې ورکړئ. که چېرې اغیزمن کس د یو او… read more »

Shock – شوک

شوک یا ټکان ممکن اروایي شوک یا د اروایي د شوک ډولونه ته رجوع وکړي. اروایي شوک یا ټکان له احساساتي نا ارامۍ وروسته رامنځته کیږي په انګرېزۍ کې ورته (acute stress disorder) هم وایي مانا یې لنډمهاله د سټرس بې نظمي ده. دا ډول شوک یا ټکان د جدي اروایي غبرګون لامل کیږي او… read more »

Bangs’s mountain squirrel

د ډول علمي نوم یې (Syntheosciurus brochus) ده. د ونې د نولیانو یو ډول ده. په کوستاریکا او پاناما کې پیدا کیږي. په باراني ځنګلونو کې ژوند کوي. کله کله له ونو ځمکې ته هم راکوزیږي. د تنې اوږدوالی یې تر ۱۵ سانتي متره او د لکۍ تر ۱۳ سانتي متره پورې رسیږي. د تنې… read more »

Tufted ground squirrel

بل نوم یې (groove-toothed squirrel) ده. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Rheithrosciurus macrotis) ده. په سکیوریډای کورنۍ (family Sciuridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په ریتروسکیوروس نسل کې یوازینی ډول ده. او یوازې د بورنیو په ټاپو کې پیدا کیږي. خواړه یې مغزي، تخمونه او حشرې دي. د سر او تنې… read more »

Santander dwarf squirrel

د ډول علمي نوم یې (Microsciurus santanderensis) ده. په مایکروسکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. په کولمبیا کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله سکیورومورفا کورنۍ سکیوریډای فرعي کورنۍ سکیورینای قوم سکیوریني نسل مایکرو سکیوریوس

Western dwarf squirrel – د لوېدیځ لنډی نولی

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Microsciurus mimulus) ده. په مایکروسکیوریوس نسل کې د ونې د نولي یو ډول ده. په ایکوادور، کولمبیا او پاناما کې پیدا کیږي. درې فرعي ډولونه لري. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله سکیورومورفا کورنۍ سکیوریډای فرعي کورنۍ سکیورینای قوم سکیوریني… read more »

Amazon dwarf squirrel – د امزون لنډی نولی

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Microsciurus flaviventer) ده. په سوېلې امریکا کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۱۲ تر ۱۶ سانتي متره او د لکۍ تر ۸ سانتي متره پورې رسیږي. له ۸۶ تر ۱۳۲ ګرامه پورې وزن لري. نر یې کمه اندازه له ښځې غټ وي. د تنې… read more »

Central American dwarf squirrel – د مرکزي امریکا لنډی نولی

د ډول علمي نوم یې (Microsciurus alfari) ده. په مایکروسکیوریس نسل کې د ونې کوچنی نولی ده. په پاناما، نیکاراګوا، کوستا ریکا او کولمبیا کې پیدا کیږي. شپږ فرعي ډولونه لري. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله سکیورومورفا کورنۍ سکیوریډای فرعي کورنۍ سکیورینای قوم سکیوریني نسل مایکرو… read more »

Microsciurus – کوچنی سکیوریوس

غړو ته یې لنډي نولیان (dwarf squirrels) نوم اخیستل کیږي. د مرکزي او سوېلې امریکا په معتدلو سیمو کې پیدا کیږي. په دې نسل کې څلور ډولونه شامل دي او څلور واړه ډولونه یې د دودیزې ډلبندۍ له مخې په دې نسل کې ځای شوي. له ډي اېن اې مالوماتو وروسته وړاندیز شوی چې ممکن… read more »

Southern Amazon red squirrel – د امزون د سوېل سور نولی

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Sciurus spadiceus) ده. د سوېلې امریکا د نولي یو ډول ده. د سوېلې امریکا د شمال لوېدیځ په ځنګلونو کې پیدا کیږي. تر اوسه یې درې فرعي ډولونه پېژندل شوي. تېز سور رنګ لري. د تنې او لکۍ اوږدوالی یې له ۴۸ تر ۶۳ سانتي متره پورې رسیږي…. read more »

Northern Amazon red squirrel – د شمالي امزون سور نولی

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Sciurus igniventris) ده. د سوېلې امریکا نولی ده. په برازیل، کولمبیا، ایکوادور، پېرو او وېنزوېلا کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله سکیورومورفا کورنۍ سکیوریډای فرعي کورنۍ سکیورینای قوم سکیوریني نسل سکیوریوس

Western gray squirrel – د لوېدیځ خړ نولی

بل نوم یې (silver-gray squirrel) ده. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Sciurus griseus) ده. د متحده ایالتونو او مکسیکو د لوېدیځې سمندر غاړې په اوږدو کې پیدا کیږي. درې فرعي ډولونه لري. په لمړي ځل باندې په ۱۸۱۸ کې (George Ord) تشرېح کړی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله… read more »

Junín red squirrel

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Sciurus pyrrhinus) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. په پېرو او ایکوادور کې پیدا کیږي. تر ۲۵ سانتي متره پورې اوږده تنه لري. د تنې رنګ یې تېز سور وي. په ونه کې ژوند کوونکی او د ورځې فعالیت کوونکی ده. په… read more »

Fiery squirrel

د ډول علمي یاساینسي نوم یې (Sciurus flammifer) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. په بولیویا او وېنزوېلا کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله سکیورومورفا کورنۍ سکیوریډای فرعي کورنۍ سکیورینای قوم سکیوریني نسل سکیوریوس

Persian squirrel – پارس نولی

بل نوم یې (Caucasian squirrel) ده. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Sciurus anomalus) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. په سوېل لوېدیځ اسیا کې پیدا کیږي. په لمړي ځل په ۱۷۸۵ کې (Johann Anton Güldenstädt) تشرېح کړی. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۳۲ تر ۳۶… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons