Hepatitis A – اې زېړی

په انګلستان کې کم ده خو ځینې انګرېزان پرې د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخ دي په دې کسانو کې د نړۍ هغو سیمو ته سفر کوونکي انګرېزان دي چې پاکي ته کمه پاملرنه پکې کیږي، د انګرېزانو همجنسبازه نران او په نشیي توکو روږدي کسان دي. اې زېړی ناخوښونکې خو سخته ناروغي نده او ډېر پرې اخته کسان په څو میاشتو کې په بشپړ توګه روغتیا مومي. ځینې کسان او کوچنیان ممکن کوم علایم ونلري. یوازې په هغو خلکو کې په سخته ناروغۍ بدلېدای شي چې کمزوری ایمني سیستم لري.
 
د اې زېړي علایم
په اې زېړي له اخته کېدو وروسته په ۴ اوونیو کې ممکن علایم راڅرګند شي خو هر کس کې نه راڅرګندیږي.
 
۱ – ستړیا
۲ – په عضلو او مفصلونو کې درد
۳ – توده تبه
۴ – بې اشتیایي
۵ – ناجوړه احساس
۶ – د ګېډې په پورته برخه کې درد
۷ – د پوستکي او سترګو زېړېدل
۸ – د غایطه موادو خړ رنګ
۹ – بخار کوونکی پوستکی
۱۰ – سر درد، د مرۍ درد او ټوخی
۱۱ – قبضیت یا پېچش
 
پورته یاد شوي علایم له څو ورځو تر څو اوونیو پورې دوام کوي
 
له بنسټیزو علایمو وروسته په ځینو خلکو کې ممکن لاندې علایم راڅرګند شي
۱ – د ادرارو تېز خیره رنګ
۲ – خړ غایطه مواد
۳ – زېړې سترګې او پوستکی
 
که چېرې اې زېړی په سختې ناروغۍ بدل شي نو ناروغ کې لاندې علایم را څرګندیږي
۱ – ناڅاپه سختې کانګې
۲ – په ډېره اسانۍ د بدن شنه کېدل او له پوزې یا ووریو وینه بهېدل
۳ – ژر خپګان یا بد اخلاقي کول
۴ – تمرکز او حافظه کې ستونزه پیدا کېدل
۵ – ګنګستیا او تشویش
 
که چېرې یاد علایم په ناروغ کې راڅرګند شي باید فوري له ډاکتر سره اړیکه ونیسي او د درملنې په لټه کې شي
 
که چېرې تاسې کې پورته یاد علایم راڅرګند شي نو لمړی ډاکتر ته ولاړ شئ او د وینې ازموینه وکړئ پرته د ډاکتر له معاینې او ازموینې د هېڅ ناروغۍ لپاره درمل مه کاروئ. که چېرې زیری په لمړي پړاو کې وي درملنه یې په اسانۍ کیږي. که چېرې فکر کوی چې باید د اې زېړي لپاره واکسین وکړی نو دا سپارښتنه هم یوازې او یوازې مسلکي ډاکتر کوي او د پرېکړې لپاره له ډاکتر سره اړیکه کې شئ.
 
اې زیړی دومره خطرناک نده نو ولې باید تاسې د وینې ازموینه وکړی ؟ ځکه چې سي زېړی کوم چې د ژوند ګواښونکې ناروغي ده هم ورته علایم لري او توپیر یې یوازې د وینې په ازموینه امکان لري. که چېرې زیړی لری نو هرو مرو مو د کورنۍ غړو، ملګرو او خپلې کور ودانې ته هم د وینې د معاینې سپارښتنه وکړئ تر څو دوي ته ویروس نه وي انتقال شوی.
 
اې زېړی له اې ویروس څخه رامنځته کیږي. اې زېړی ډېر وخت د هغو خوړو او څښاک له امله پیدا کیږي چې د بل اې زېړي لرونکي په غایطه موادو ککړ وي. اې زېړی په هغو هېوادونو کې ډېر ده چې د پاکۍ پاملرنه پکې کمه ده او د فاضله اوبو لپاره د تخلیې سیستم نلري لکه د کابل ښار. د زېړي اې ډول په څو میاشتو کې تېریږي خو ځینې وخت سخت او حتی د ژوند ګواښونکی هم کېدای شي. کومه ځانګړې درملنه نلري او درملنه یې د علایمو درملنه ده لکه د درد، کانګو او د پوستکي د بخار درملنه.
 
د زېړي د اې ډول لپاره د واکسین سپارښتنه هغه وخت کیږي چې پرې د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخ یاستی یا داسې سیمې ته سفر کوی چېرې چې د زېړي د اې ډول وېروس ډېر عام وي لکه هند، افریقا، مرکزي او سوېله امریکا او شرقي اروپا
 
که چېرې یو کس اې زېړی ولري او تاسې د دوي په لاس پاخه شوي خواړه وخوری او یاد کس د خوړو پخولو لپاره یوازې په اوبو لاسونه مینزلي وي نو اې زېړی تاسې انتقالولای شي. د یاد کس د لاس مینزلو له اوبو سره اړیکه اې زېړی تاسې ته انتقالولای شي. که چېرې اوبه وڅکي او تاسې هم هغه اوبه وڅکی او یا هم په خپلو لاسونو د اوبو سړولو لپاره اوبه په ګنګل بدلې کړي او یخ تاسې د اوبو سړولو لپاره وکاروی نو اې زېړی تاسې ته انتقالولای شي. د هغه حلزون خوړل چې له داسې اوبو نیول شوی وي کومې چې د اې زېړي ویروس لري او یا هم د حلزون نیم خام پخول تاسې په اې زېړي اخته کولای شي. له داسې کس سره چې اې زېړی لري نږدې اړیکه لرل مو په اې زېړي اخته کولای شي. همجنسبازه نران یو بل ته په ډېره اسانۍ اې زېړی انتقالوي.
 
د نړۍ په هغو هېوادونو کې چې په اې زېړي د اخته کېدو خطر کم وي د واکسین سپارښتنه نه کیږي خو هغه کسان چې له اې زېړي لرونکو سره نږدې اړیکه لري، د نړۍ داسې سیمه ته سفر کوي چې اې زېړی پکې عام وي، هغه خلک چې د ځیګر اوږدمهاله ناروغۍ لري، هغو نرانو ته چې له بل نر سره جنسي اړیکه نیسي، په نشیي توکو روږدو کسانو ته، کوم کسان چې کور نلري او خیمو کې ژوند کوي او یا هم شاروالۍ کې کار کوي د واکسین سپارښتنه کیږي.
 
د اې زېړي د واکسین ډولونه
۱ – یوازې د اې زېړي لپاره واکسین
۲ – د اې او بي زېړي لپاره ترکیب شوی واکسین
۳ – د اې زېړي او ټایفویډ تبې لپاره ترکیب شوی واکسین
 
د واکسین کولو لپاره له ډاکتر سره وګورئ تر څو تاسې ته ووایي چې کوم واکسین ستاسې لپاره مناسب ده. که چېرې د اوږمهال لپاره له اې زېړي ځان ساتنه غواړی نو ۶ یا ۱۲ میاشتې وروسته د اضافي واکسین سپارښتنه کیږي.
 
د اې زېړي لپاره تر اوسه کومه ځانګړې درملنه نشته او تاسې کولای شی کور کې خپله د ځان په پاملرنه روغتیا ومومی. که چېرې اې زېړی لری نو ښه ده چې ډېر ارام وکړئ، که چېرې بدن مو درد کوي د درد لپاره پراسټامول یا بروفین وخورئ خو د خوړلو لپاره یې له ډاکتر سره وګورئ ممکن د کم ډوز او یا هم د زېړي لرلو موده کې مو د کوم څه له امله له درملو کارولو منع کړي. په سوړ ځای کې چې هر وخت یې هوا بدلوی ارام وکړئ او د دې ترڅنګ په ګرمو اوبو له لامبلو ډډه وکړئ تر څو د پوستکي د بخار مخه ډب کړی، کم او سپک خواړه وخورئ تر څو د کانګو کولو مخه ونیسئ، له الکول لرونکي څښاک ډډه وکړئ تر څو مو ځیګر کې درد پیدا نشي او یا زیان ونه ویني، کار، ښوونځي پوهنتون ته له تګ ډډه وکړئ، کله مو چې پوستکی او سترګې زېړې شوې له دې وروسته تر دوه اوونیو له جنسي اړیکې نیولو ډډه وکړئ، تل مو لاسونه په صابون مینزئ. که چېرې د زېړي علایم مو ژر ښه نشول د علایمو د درملنې لپاره له ډاکتر سره وګورئ تر څو د کانګو، بخار، درد لپاره درمل درکړي. د ځانپاکي له شریکولو ډډه وکړئ، که چېرې خیرنې جامې لری نو د نورو له جامو یې جلا په مالګینو تودو اوبو ومینزئ.
 
ډېر هغه کسان چې په اې زېړي اخته دي په دوه میاشتو کې په بشپړ توګه روغتیا ترلاسه کوي. کله چې زېړی تېر کړی نو د تل لپاره مو بدن د اې زېړي ضد معافیت ترلاسه کوي. په ۷ کسانو کې یوازې په یوه کس کې ممکن علایم تر شپږ میاشتو پورې ښه شي خو بیا ځلې بېرته را وګرځي. په ۲۵۰ کسانو کې یوازې په یوه کس کې په سختې ناروغۍ بدلېدای شي چې ډېری یې د ډېر عمر لرونکي او یا مخکې د ځیګر د اوږدمهالې ناروغۍ لرونکي وي. د کومو خلکو چې ځیګر د فعالیت ناتواني لري او په اې زېړي اخته شوي په پرمختللو هېوادونو کې یې درملنه د ځیګر په بدلولو کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons