Hepatitis B – بي زېړی

د ځیګر عفوني کېدنه ده او لامل یې د بي ویروس په وینه او د بدن په ټولې مایع کې خپرېدنه ده. په غټانو کې معمولا مخکې له مخکې علایم نه راڅرګندیږي او په څو میاشتو کې یې درملنه امکان لري خو په کوچنیانو کې تر څو کلونو پورې پاتې کیږي او ډېر وخت د ځیګر د خرابېدو لامل ګرځي.
 
د بي زېړي علایم
ډېر کسان ممکن د بي زېړي علایم تجربه نکړي او پرته له دې پوه شي بدن یې له ویروس سره مقاومت وکړي خو که چېرې علایم راڅرګند شي په بي زیړي له اخته کېدو دوه یا درې میاشتې وروسته راڅرګندیږي او په لاندې ډول وي.
 
۱ – زکام ته ورته تبه، درد او ستړیا
۲ – بې اشتیایي
۳ – نا جوړه احساس لرل
۴ – پېچش او ګېډه کې درد
۵ – د خیره تېز رنګ ادرار
۶ – د پوستکي او سترګو زېړوالی
 
ځینې کسان بي زېړی لري خو علایمو ته یې د پېچش او کانګو ګمان کوي، یوازې د وینې ازموینه زېړی مالومولای شي. که چېرې بي زېړی لنډمهاله وي په بلوغ ته رسېدلو کسانو کې یې علایم له یوې تر درې میاشتو پورې دوام کوي او ډېر کم وخت د جدي ستونزو لامل کیږي خو که چېرې بي زېړی اوږدمهاله وي تر ۶ میاشتو پورې یې علایم په بلوغ ته رسېدلو کسانو کې دوام کوي. اوږدمهاله بي زېړی ډېر کم وخت په بلوغ ته رسېدلو کې پیدا کیږي خو په کوچنیانو کې زیات ده. د اوږدمهاله بي زېړي علایم سخت نه وي او ممکن ښه شي خو له څه مودې وروسته بیا راوګرځي. که چېرې د اوږدمهاله بي زېړي درملنه ونشي نو ځیګر کې د پړسوب لامل کیږي.
 
بي زېړی د بي ویروس له امله رامنځته کیږي. بي ویروس د اخته کس په وینه کې خپریږي. په ټوله نړۍ کې عام وېروس ده او له یوې اومیندواره ښځې په ګېډه کې ماشوم او یا هم له یوه ماشوم بل ته انتقالیږي. کم وخت پرته له کونډوم د جنسي نزدیکت له لارې او یا هم په معتادانو کې د نشه اي توکو د تذریق پر وخت د ګډې پیچکارۍ کارولو له لارې یو بل ته انتقالیږي. په سوېل ختیځې اسیا او د سهارا په سوېل کې تر ټولو زیات عام ده.
کوم بلوغ ته رسېدلي کسان چې د زېړي په بي ډول اخته دي په څو میاشتو کې کولای شي په بشپړ ډول روغتیا ترلاسه کړي خو کم عمره بیا تر ډېره وخته له دې ناروغۍ کړیږي، په کوچنیانو کې چې کله اوږدمهاله شي نو په (Cirrhosis) او یا د ځیګر په سرطان بدلیدای شي.
د هغو خلکو لپاره د واکسین سپارښتنه کیږي چې په روغتیایي چارو کې بوخت دي لکه نرسان او ډاکټران، د نشيي توکو کارونکي، هغه نران چې له بل نر سره جنسي اړیکه نیسي، له پیدا کېدو وروسته هغه کوچنیان چې مور یې د اومیندوارۍ پر وخت د زېړي بي ډول لرلی وي او یا هغه خلک چې د نړۍ داسې سیمې ته سفر کوي چېرې چې د زېړي بي ډول ډېر عام ده لکه د اسیا او افریقا ځینې هیوادونه. په پرمختللو هیوادونو کې ټول کوچنیان واکسین کیږي.
 
په پرمختللو هېوادونو کې هرې اومیندوارې ښځې ته سپارښتنه کیږي چې د بي زېړي ازموینه وکړي که چېرې مور یې بي زېړی ولري نو تازه پیدا شوي کوچني ته له پیدا کېدو وروسته سملاسي واکسین ورکول کیږي تر څو د ویروس په مخنیوي کې مرسته وکړي.
 
همداسې که چېرې د غاښونو ډاکټر ته ولاړ شئ، په بدن باندې ټاټو ووهی او یا هم بدن کې د چارګول غوږوالۍ او یا بل ډول توکو لپاره هغه وسایل وکاروئ چې بي زېړي لرونکي کس کارولي وي تاسې ته بي زېړی انتقالولای شي. په هغو هېوادونو کې چې ورکړل شوې وینې کې د بي زېړي ازموینه نه کیږي وینه اخیستل مو په بي زېړي اخته کولای شي. له داسې کس سره چې بي زېړی لري د غاښونو ګډ بورس یا هم د خرولو لپاره ګډ جیلیټ مو په بي زېړي اخته کولای شي، کوم نرسان او ډاکتران چې د بي زېړي له ناروغانو سره کار کوي د پېچکارۍ یا هم د ټپ د درملنې پر وخت ممکن له ناروغ څخه بي زېړی واخلي نو د احتیاط لپاره وسایل کارول اړین دي، که چېرې بي زېړی لرونکی کس په چا خوله ولګوي او یا یې وینه ستاسې له ټپ سره اړیکه کې شي د بي زېړي ویروس تاسې ته انتقالولای شي.
 
که چېرې بي زېړی لنډمهاله وي معمولا کومې ځانګړې درملنې ته اړتیا نلري خو د علایمو درملنه یې کیږي. د اوږدمهاله بي زېړي په درملو درملنه کیږي تر څو ویروس کنټرول کړي.
 
که چېرې د بي زېړي ویروس تاسې ته انتقال شي او سملاسي ډاکتر سره اړیکه کې شی نو د ویروس د ودې د مخنیوي لپاره درمل ترلاسه کولای شی. د فوري مخنیوي لپاره د بي زېړي واکسین ورکول کیږي او د اوږدمهاله ځان ساتنې لپاره په څو میاشتو کې بیا د دوه ځلو لپاره د واکسین سپارښتنه کیږي. د واکسین نوم یې (hepatitis B immunoglobulin) ده او د لنډ مهال لپاره کار کوي که چېرې یاد واکسین په بي زېړي له اخته کېدو وروسته په ۴۸ ساعته کې ورکړل شي تر ټولو درملو اغیزمن ده خو اخته کېدو وروسته تر یوې اونۍ ځنډ پورې یې هم کارولای شی.
 
که چېرې تاسې کې بي زېړی تشخیص شي نو معمولا ډاکتر مو د ځیګر متخصص (hepatologist) ته لیږي او متخصص ممکن تاسې ته د ډېر ارام کولو سپارښتنه وکړي، د درد ارامولو لپاره پراسټامول یا بروفین درکړي، داسې ځای کې د ارام سپارښتنه وکړي چې سوړ وي او هر وخت یې هوا بدلوی، د بخار د مخنیوي لپاره په تودو اوبو له لامبلو څخه مو منع کړي. که چېرې متخصص اړتیا وویني نو ممکن د بخار د ورکېدو لپاره (chlorphenamine) درکړي او د ناجوړه احساس ختمولو لپاره (metoclopramide) درته نسخه کړي – په خپلسر درمل کارونه لکه زهر خوړل داسې دي د لارو، کوڅو او کلیو له ډاکترانو هم درمل مه اخلئ. ډېر خلک په څو میاشتو کې ښه کیږي خو ډاکتر ورته د وینې د دوامدارې ازموینې سپارښتنه کوي تر څو په دې وپوهیږي چې ویروس مو په وینه کې له منځه تللی او په اوږدمهاله بي زېړي نده بدل شوی.
 
که چېرې لنډمهاله بي زېړی په اوږدمهاله بي زېړي بدل شي
کله چې په دوامداره توګه د وینې ازموینه کوی او له ۶ میاشتو وروسته هم په تاسې کې د بي زېړي ویروس موجود وي نو متخصص ممکن تاسې درمل درکړي تر څو د بي زېړي له امله د عوارضو مخنیوی وکړي او همداسې د ځیګر د روغتیا ارزونې لپاره ممکن د ځیګر د ازموینې دوامداره سپارښتنه وکړي.
 
د اوږدمهاله بي زېړي لپاره ډاکتر هغه وخت درمل درکوي کله چې ستاسې د ایمیون سیستم د بي زېړي د ویروسو مخنیوی نشي کولای او یا مو د ځیګر په ازموینه کې ځیګر ته زیان رسېدنه وویني. د بي زېړي لپاره درمل ویروس کنټرول کوي او مخنیوی یې کوي تر څو ځیګر ته زیان ونه رسوي. د درملنې لپاره یې (Peginterferon alfa-2a) ورکول کیږي او د دې ترڅنګ ځینې ویروس ضد درمل نسخه کیږي – په خپلسر درمل کارونه لکه زهر خوړل داسې دي د لارو، کوڅو او کلیو له ډاکترانو هم درمل مه اخلئ.
 
که مو ځیګر نورمال کار کوي نو لمړی د (Peginterferon alfa-2a) سپارښتنه کیږي او یاد درمل د انسان ایمني سیستم هڅوي چې د بي زېړي په ویروسو برید وکړي. معمولا په یوه اونۍ کې یو ځل تر ۴۸ اوونیو پورې د پېچکارۍ له لارې تذریق کیږي. د درملو بد اغیز تبه، په عضلو او مفصلونو کې درد ده خو د وخت له تېرېدو سره یې بد اغیز ورکیږي. که چېرې یاد درمل سم کار ونکړي ممکن د نورو درملو سپارښتنه وشي. که چېرې ځیګر مو سم کار نکوي او یا هم (Peginterferon alfa-2a) درمل ستاسې لپاره مناسب نه وي نو ممکن متخصص د ویروس ضد درمل درمل درکړي په دې کې (tenofovir or entecavir) شامل دي بد اغیز یې ګنګسوالی، ناجوړه احساس او کانګې کول دي.
 
کوم خلک چې بي زېړی لري
۱ – له دې ډول خلکو سره له جنسي اړیکې نیولو ډډه وکړی
۲ – د نشیي توکو لپاره د ګډې پېچکارۍ له کارولو ډډه وکړئ
۳ – که چېرې په کورنۍ کې مو څوک دا ناروغي لري د کورنۍ غړي مو واکسین کړئ، او له دوي سره ګډ د غاښونو بورس او نور توکي مه کاروئ
۴ – که مو د کورنۍ غړی وي مناسب خواړه ورکړئ – د بي زېړي لپاره کوم ځانګړی د خوړو رژیم نشته
۵ – که چېرې اولاد زېږول غواړی نو مخکې له ډاکتر سره مشوره وکړئ
۷ – له الکول لرونکي څښاک په کلکه ډډه وکړئ ځکه چې ځیګر مو جدي ستونزې پیدا کولای شي
 
کومې ښځې چې بي زېړی لري پرته کومې ستونزې روغتیا لرونکې اومیندواري لرلای شي خو له ډاکتر سره یې لیدنه اړینه ده تر څو د نورې پاملرنې سپارښتنه ورته وکړي او یا ممکن د درملنې لپاره درمل یې بدل کړي. په ورته وخت کې د زېږون پر وخت مور خپل بچي ته بي زېړی انتقالولای شي خو دا خطر د اولاد له پیدا کېدو وروسته په سملاسي توګه کوچني ته واکسین باندې کمېدلای شي.
 
ځینې د بي زېړي لرونکي کسان جدي عوارض پیدا کولای شي په ځانګړې توګه که بي زېړی اوږدمهاله شي او درملنه یې هم ونشي ځیګر کې سیروسیز او د ځیګر سرطان پیدا کولای شي. که چېرې بي زېړی د ځیګر په سرطان بدل شوی وي علایم یې
۱ – نا څاپه وزن کې کمی
۲ – بې اشتیایي
۳ – له ډېرو کمو خوړو وروسته ډېر موړ احساس
۴ – تل ناروغ
۵ – د سترګو او پوستکي زېړېدل
 
د ځیګر د سرطان درملنه په جراحي کیږي او په جراحي کې یا بشپړ ځیګر بدلیږي او یا د ځیګر هغه برخه پرې کیږي چې سرطاني حجرو وده پکې کړې وي.
 
په ډېر کمو خلکو کې بي زېړی په (Fulminant hepatitis B) بدلیدای شي په دې ډول زېړي کې ایمني سیستم په ځیګر برید کوي او ځیګر ته زیان اړوي علایم یې
۱ – تشویش
۲ – بې هوښه کېدنه او نا څاپه غورزېدنه
۳ – په ګېډه کې مایع جمع کېدنه او پړسېدنه
۵ – ډېر بې کچې د پوستکي او د سترګو د سپین زېړېدنه
 
که چېرې سملاسي یې درملنه ونشي د انسان ژوند اخیستلای شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons