Hepatitis C – سي زېړی

سي زېړی داسې ویروس ده که چېرې یې درملنه ونشي نو ځیګر عفوني کولای او له منځه وړلای شي. عصري طریقو د ځیګر د عفوني کېدو درملنه هم ممکنه کړې او پرې اخته کس کولای شي د روغتیا لرونکي کس په اندازه نورمال ژوند ته ادامه ورکړي.
سي زېړی د سي ویروس له امله پیدا کیږي. په انګلستان کې د هر زېړي په پرتله ډېر عام ده. پرې د اخته کس له وینې سره د اړیکې له لارې بل ته انتقالیږي. کوم کسان چې د نشیي توکو لپاره ګډه پیچکاري کاروي یو بل ته تور زیړی انتقالولای شي. په هغو هیوادونو کې چې ډاکټران او نرسان یې طبي اصول نه مراعت کوي له یوه ناروغ څخه بل ته د ویروس په انتقال کې خپل رول لري. پرې اخته کس کې یا هېڅ علایم نه راڅرګندیږي او یا زکام ته ورته عوارض پکې پیدا کیږي خو ډېر خلک په لمړیو پړاونو کې له خپل زېړي ناخبره وي. په څلورو کې یوازې یو کس له دې ناروغۍ په بشپړ توګه ښه کیږي په نورو درې کسانو کې تر څو کلونو پورې ویروس پاتې وي. د زېړي سي ویروس د ځیګر د ناتوانۍ او سیروسیز لامل کیږي. په ډېرو موثرو د ویروس ضد درملو باندې یې درملنه کیږي خو تر اوسه یې د مخنیوي لپاره کوم واکسین نشته.
 
د سي زېړي علایم
د سي زېړی علایم ډېر وخت تر هغو نه راڅرګندیږي چې ځیګر ته یې خورا زیات زیان نه وي اړولی په دې مانا چې ډېر پرې اخته کسان له خپلې ناروغۍ نا خبره وي. په ډېرو خلکو کې یې چې کله علایم راڅرګند شي نو ګمان کوي چې عامه ناروغي ده او د درملنې لپاره د لارو کوڅو او کلیو ډاکترانو ته رجوع کوي او د لارو کوڅو ډاکتران هم د ناپوهۍ له امله د علایمو د درملنې لپاره درمل ورکوي.
 
۱ – زکام ورته په ټول بدن کې درد او توده تبه
۲- هر وخت د ستړیا احساس
۳ – بې اشتیایي
۴ – په ګېډه کې درد
۵ – توده تبه یې تر ۳۸C یا (۱۰۰.۴F) او یا تر دې زیاته وي
 
په ۳ یا څلورو کسانو کې یوازې د یوه کس په لمړیو شپږو میاشتو کې علایم راڅرګندیږي او دې پړاو ته لنډمهاله سي زېړی (acute hepatitis C) نوم اخلي. هغه کسان چې په لمړیو ۶ میاشتو کې د سي زېړي علایم تجربه کوي له ۵ کسانو یوازې د یوه کس پوستکی او د سترګو سپین زېړوالی پیدا کوي د نورو رنګ او سترګې نه زېړیږي. په دې پړاو کې ایمني سیستم ویروس مړ کوي او پرې اخته کې نور علایم نه راڅرګندیږي خو کله چې ویروس بیا ځلې په ودې پیل وکړي نور علایم هم راڅرګندیږي. که چېرې ویروس بدن کې د اوږدمهال لپاره پاتې شي دې پړاو ته اوږدمهاله سي زېړی (chronic hepatitis C) ویل کیږي.
 
د اوږدمهاله سي زېړي علایم په هر کس کې توپیر لري په ځینو خلکو ډېر کم اغیز کوي خو ځینې خلک له ژوند کولو غورزوي. علایم یې هم د ډېر وخت لپاره ښه کېدای او بېرته راتلای شي. د اوږدمهاله سي زېړي علایم :
۱ – تل ستړیا
۲ – په عضلو او مفصلونو کې درد
۳ – تل ناروغ
۴ – په حافظه او تمرکز کې ستونزه دا حالت یې ډېر مسلکي متخصصان د ذهن د لړې یا غبار په توګه تشرېح کوي
۵ – په مزاج او طبیعت کې ناڅاپه بدلون
۶ – ډېپرېشن او تشویش
۷ – ناسمه هاضمه او یا په مایع او باد د ګېډې پړسېدل
۸ – په پوستکي کې بخار پیدا کېدل
 
که چېرې درملنه یې ونشي ځیګر پړسوي او د سیروسیز لامل کیږي او سیروسیز د ځیګر د سرطان لامل کیږي. کله چې سیروسیز شي نو په کانګو کولو پیل کوي، د سترګو د سپین او پوستکي رنګ یې زېړیږي، د غایطه موادو رنګ یې خړ ته بدلیږي، په پښو یا ګېډه کې یې مایع جمع کیږي.
 
سي زېړی پرې د اخته کس له وینې سره د بل کس د وینې له اړیکې انتقالیږي، هغه کسان چې د نشیي توکو لپاره ګډه پیچکاري کاروي یو بل ته سي زېړی انتقالولای شي، له سي زېړي لرونکي کس سره ګډ د غاښونو بورس یا د خرولو لپاره جیلیټ یو بل ته ویروس انتقالولای شي، اومیندواره ښځه یې په ګېډه کې خپل نا پیدا شوي بچي ته انتقالولای شي، ډېر کم وخت د جنسي اړیکې له لارې هم انتقالیږي.
 
که چېرې علایم درکې راڅرګند شي نو هرو مرو د وینې ازموینه وکړئ له دې پرته هم د احتیاط لپاره د وینې ازموینه کولای شی ځکه چې په لمړي پړاو کې یې تشخیص ځیګر ته د زیان رسېدو مخنیوی کولای شي او همداسې تاسې ته د احتیاط لارښوونه کیږي تر څو یې نورو ته انتقال نکړی. له ۱۹۹۱ کال را په دیخوا په پرمختللو هیوادونو کې د ورکړل شوې وینې ازموینه پیل شوه تر څو وینه اخیستونکي کس ته سي زېړی انتقال نشي. د دې ترڅنګ د غاښونو هغه ډاکتران چې خپل وسایل له کارولو وروسته له هر ډول باکتریا نه پاکوي هم بل کس ته د سي زېړی انتقالولای شي. ټاټو او د ښکلا لپاره بدن کې سوری کول لکه د چارګول غوږوالۍ او بل هر ډول پېرسینګ وسایل که چېرې د سي زېړي لرونکي ناروغ ته کارېدلي وي او له باکتریا نه وي پاک شوي بل کس ته ویروس انتقالولای شي. هغه میندې چې سي زېړی لري او اومیندواره دي ۵% امکان لري خپل بچي ته ویروس انتقال کړي، همداسې که چېرې تي خوري بچي شیدې ورکړي هم ویروس انتقالولای شي. که چېرې یو ډاکتر ناروغ ته پیچکاري ورکړي او ناروغ سي زېړی ولري له پیچکارۍ وروسته خپله یا کوم بل کس په ستنې چوخ یا ټپي شي نو په ۳۰ کسانو کې یو ته د سي زېړي ویروس اخیستلای شي.
 
تاسې د سي زېړي ویروس باندې د ناروغ له ښکلولو، ټولنیزې اړیکې لکه غېږ کې نیولو، د پخلنځي له لوښو او تشناب نشی اخته کېدلای.
 
که چېرې ګمان کوی چې په سي زېړي اخته شوي یاستی نو سملاسي ازموینه وکړئ تر څو یې په لمړي پړاو کې بریالۍ درملنه وکړی.
 
د سي زېړي لپاره دوه ډوله ازموینې موجودې دي یو ډول د انټي باډي ازموینه ده او بل ډول پي سي ار ده. د وینې په انټي باډي ازموینه کې کتل کیږي چې ستاسې ایمني سیستم د سي زېړي د ویروس لپاره انټي باډي تولید کړي او کنه. ستاسې ایمني سیستم انټي باډي د دې لپاره تولیدوي چې له میکروب سره جګړه وکړي او له منځه یوسي. که تاسې د سي زېړي ویروس ولری نو ایمني سیستم مو څو میاشتو وخت ته اړتیا لري تر څو انټي باډي تولید کړي او په لمړي پړاو کې له دې ډول ازموینې ممکن پایله ترلاسه نکړی او ممکن وروسته د بیا ځلې ازموینې لارښوونه درته وشي تر څو ډاکتر په دې پوه شي چې ستاسې بدن له ویروس سره مقابله کوي او کنه.
 
پي سي ار د وینې ازموینه ستاسې وینه کې د ویروس موجودیت او د ودې لټون کوي. که چېرې د ازموینې پایله مثبته وي په دې مانا ده چې ستاسې بدن له ویروس سره مقابله نده کړې او لنډمهاله سي زېړی په اوږدمهاله سي زېړي بدل شوی. له دې ازموینې وروسته ممکن ډاکتر تاسې د ځیګر متخصص ته ولیږي تر څو د ځیګر له ازموینو وروسته مو ځیګر وګوري چې زیان یې لیدلی او کنه. متخصص ممکن تاسې ته د وینې د ازموینې لارښوونه وکړي تر څو مو وینه کې ځینې انزایم او پروتین کچه کړي او له دې کچې په دې پوه شي چې ځیګر مو زیان لیدلی او کنه. ممکن د الټراسونډ سکېن سپارښتنه وکړي او په دې ازموینه کې غږیزې څپې ستاسې د ځیګر کلکوالی او نرموالی مالوموي کلکوالی یا شخوالی یې د ځیګر پړسوب او زیان لیدنه ښي.
 
که چېرې په لمړي پړاو کې ستاسې د وینې په ازموینه کې د سي ویروس وموندل شي سم د لاسه یې په درملنه پیل نه کیږي بلکې له یوې یادوه میاشتو وروسته د بیا ځلې ازموینې سپارښتنه کیږي تر څو دا مالومه شي چې ستاسې بدن له ویروس سره مقابله کوي او کنه. که چېرې تر څو میاشتو پورې په بدن کې د ویروس وده ادامه وکړي تاسې ته د درملنې لارښوونه کیږي.
 
په کومو خلکو کې چې ویروس تر ۶ میاشتو زیات پاتې شي د درملنې لپاره ټابلیټ ورکول کیږي، د ځیګر ازموینه کیږي او د ژوند کولو په طریقه کې ورته د بدلون سپارښتنه کیږي تر څو مو ځیګر له زیان لیدنې په ژغورنه کې مرسته وکړي. په انګلستان کې د سي زېړي (genotype 1 and genotype 3) ډولونه زیات دي خو امکان لري چې له دوه په ډېرو ډولونو اخته شی او درمل تاسې د ډول لپاره مناسب درمل درکول کیږي. د درملنې پر وخت باید تاسې بیا ځلې د وینې ازموینه وکړی تر څو په دې پوه شی چې درمل مو کار کوي او کنه که چېرې ځواب نه وي نو ډاکتر مو درمل بدلوي. له درملنې وروسته د دې لپاره ازموینه کیږي چې بدن مو له ویروس پاک شوی کنه او همداسې له درملنې ۱۲ یا ۲۴ اونۍ وروسته د ازموینې بله سپارښتنه کیږي که چېرې دواړو ازموینو کې ستاسې په بدن کې ویروس موجود نه وي په دې مانا ده چې درملنه بریالۍ وه.
 
د سي زېړي د درملنې لپاره (direct acting antiviral DAA) ټابلیټ ورکول کیږي کوم چې د سي زېړي لپاره تر ټولو محفوظ او اغیزمن درمل ګڼل کیږي. په ۹۰% خلکو کې د ویروس پاکوونه کې ډېر ښه اغیز لري. ټابلیټ له ۸ تر ۱۲ اونیو لپاره خوړل کیږي خو موده یې د سي زېړي له ډول سره هم تړاو لري. د ټولو درملو نومونه لاندې وګورئ:
 
simeprevir
sofosbuvir
a combination of ledipasvir and sofosbuvir
a combination of ombitasvir, paritaprevir and ritonavir, taken with or without dasabuvir
a combination of sofosbuvir and velpatasvir
a combination of sofosbuvir, velpatasvir and voxilaprevir
a combination of glecaprevir and pibrentasvir
ribavarin
 
د درملو بد اغیز
د (direct acting antiviral DAA) درمل ډېر کم بد اغیز لري.
نور درمل یې په خوب کې ستونزه پیدا کوي خو دا ستونزه ژر پای ته رسیږي. نا ارامي پیدا کوي او د نا ارامۍ پای ته رسولو لپاره ډاکتر تاسې ته لارښوونه کوي. که چېرې کومه جدي ستونزه پیدا کړی نو فوري له ډاکتر سره وګورئ. د درملو بد اغیز په هر کس کې توپیر لرلای شي په ټولو کسانو کې یې بد اغیز یو ډول نه وي. خو په ځینو خلکو کې دسي زېړي لپاره درمل تشویش، د پوستکي سوزی، ډېپرېشن، بې خوبي، بې اشتیایي، ستړیا، د وېښتو غورېدل، برید کوونکی چلند پیدا کوي.
 
په هرو لسو کسانو کې د نهو کسانو درملنه په (direct acting antiviral DAA) ټابلیټ امکان لري. داهم په یادولرئ چې د سي زېړي د یوه ډول درملنه په دې مانا نده چې تاسې د سي زېړي په کوم بل ډول نه اخته کیږی په دې مانا ده چې په کوم بل ډول بیا هم اخته کېدای شی او باید احتیاط وکړی. که چېرې مو درمل کار ونکړي نو ډاکتر ممکن بیا ځلې هماغه درمل درکړي، موده یې اوږده کړي او یا هم درمل مو بدل کړي.
 
په سي زېړي اخته کس باید څه وکړي چې ځیګر یې زیان ونه ویني او نورو ته یې انتقال نکړي ؟
 
۱ – مناسب او مختلف خواړه
۲ – په دوامداره توګه سپورت
۳ – له الکولو څکلو په کلکه ډډه کول
۴ – سګرټ پرېښودل
۵ – ځانپاکی، جیلیټ اود غاښو بورس له نورو سره په ګډه نه کارول
 
د سي زېړي لپاره د خوړو کوم ځانګړی رژیم نشته خو په خوړو کې مو باید میوه، سبزي، نشایسته لرونکي خواړه، فایبري او پروتیني خواړه زیات وي. خو چېرې ځیګر مو زیات زیان لیدلی وي ممکن ډاکتر مو له مالګې او پروتین منع کړي او ممکن د دې لارښونه وکړي چې څه وخوری او څه مه خوری.
 
د سي زېړي لپاره نوي درمل په اومیندوارۍ کې ندي ازمویل شوي او له همدې امله سپارښتنه کیږي چې د درملنې پر وخت له اولاد زېږولو ډډه وکړئ. که چېرې مخکې له مخکې ښځه اومیندواره وي باید درملنه د اومیندوارۍ تر پایه وځنډول شي. که چېرې ښځه له درملنې وروسته اومیندواره کېدل غواړي نو باید تر څو اوونیو صبر وکړي. کومې ښځې چې (ribavirin) درمل کاروي باید له اومیندواره کېدو ډډه وکړي همداسې که په سي زېړي اخته نران یې کاروي نو له درملنې وروسته هم باید تر ۷ میاشتو پورې کونډوم وکاروي ځکه چې په نطفه کې درمل له درملنې وروسته هم موجود وي. که چېرې د درملنې پر وخت په تېروتنه هم ښځه اومیندواره شي باید سم له لاسه له ډاکتر سره وګوري تر څو لارښوونه ورته وکړي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons