Abdominal Aortic Aneurysm – AAA – د ګېډې اېورټېک انیورېزم

په غټ شریان (aorta) کې ګرد بهر ته وتلی پړسوب ده – شا رګ یا غټ شریان (aorta) د وینې عمومي رګ ده چې له زړه څخه د سینې او ګېډې له لارې لاندې تېر شوی وي. که چېرې (AAA) په وخت تشخیص نشي نو له وخت تېرېدو سره شا رګ چاودلی یا پرې کېدلی شي او وینه بهېدنه یې ژوند اخیستلای شي. کوم نران چې ۶۵ کاله یا تر دې زیات عمر لري د (AAA) ستونزه پیدا کوي په پرمختللو هیوادونو کې د دې عمر کسان د (AAA) لپاره د الټراسونډ ازموینه کوي.
 
د (AAA) علایم
د غټ شریان د پړسېدنې ډېر وخت علایم نه را څرګندیږي او په ډېرو خلکو کې د نورو ناروغیو لپاره د ازموینې پر وخت تشخیص کیږي خو که چېرې علایم یې را څرګند شي په لاندې ډول وي.
 
۱ – په ګېډه کې د زړه ضربان ته ورته نبض پیدا کېدنه
۲ – د ګېډې نه ښه کېدونکی درد
۳ – د ملا په لاندې برخه کې نه ښه کېدونکی درد
که چېرې غټ شریان پرې شي نو :
۱ – په ګېډه کې او یا د ملا لاندینۍ برخه کې د سخت درد لامل کیږي
۲ – د سر ګرزېدو لامل کیږي
۳ – پوستکی سپین یا زېړ ته بدلیږي
۴ – د زړه ضربان تېزیږي
۵ – ساه اخیستنه کې ستونزه پیدا کیږي
۶ – انسان بې هوښه کیږي
 
که چېرې تاسې پورته یاد شوي علایم تجربه کړی نو سملاسي له ډاکټر سره اړیکه ونیسئ تر څو د الټراسونډ یا غږیزو څپو سکېن باندې مو ازموینه وکړي.
 
په غټ شریان کې د پړسوب لامل نده مالوم خو ځینې چارې یې خطر زیاتولی شي لکه تر ۶۵ کلونو زیات عمر، همداسې په نرانو کې ترښځو شپږ ځلې خطر زیات وي، کوم خلک چې سګرټ څکوي او یا هم له سګرټ څکونکو سره ژوند کوي تر نورو یې خطر زیات ده، د کومو خلکو چې مور او پلار او یا خپلوانو (AAA) ستونزه لرلې وي تر نورو یې خطر زیات ده.
 
درملنه
درملنه یې له پړسوب سره تړاو لري. که چېرې پړسوب کم وي او د غټ شریان د چاودېدو یا پرې کېدو خطر کم وي نو درملنه سملاسي نه کیږي. که چېرې پړسوب کم وي (له یوه څنګ تر بل څنګ پورې له ۳ تر ۴ سانتي متره پورې وي) ممکن تاسې ته هر کال د الټرا سونډ ازموینې سپارښتنه وشي تر څو پړسوب وکتل شي چې زیاتیږي او کنه همداسې ممکن ډاکټر تاسې ته د روغتیا ښه کوونکو لارو چارو په اړه سپارښتنې وکړي تر څو د پړسوب مخنیوی وکړی. که چېرې پړسوب د منځنۍ کچې وي (له یوه څنګ تر بل څنګ پورې له ۴ تر ۵.۵ سانتي متره پورې وي) نو ډاکټر ممکن په هرو درې میاشتو کې تاسې د الټراسونډ د ازموینې سپارښتنه وکړي تر څو پړسوب کې زیاتوالی وارزوي او همداسې ممکن د ځینو فعالیتونو سپارښتنه وکړي تر څو د پړسوب مخه ډب کړي. که چېرې له یوه څنګ تر بل څنګ پورې له ۵.۵ سانتي متره پړسوب زیات وي نو درملنه یې په جراحي کیږي.
 
په غټ شریان کې د پړسوب د مخنیوي لپاره سګرټ څکول بس کړئ، د خوړو رژیم مو سالم کړئ، په دوامداره توګه سپورت کوئ، وزن مو کم کړئ، له هر ډول الکول لرونکي څښاک ډډه وکړئ.
 
په دوه طریقو عملیات کیږي یوه طریقه (endovascular surgery) ده په دې کې ورون او ګېډې تر منځ د وینې رګ کې پیوند اچول کیږي او له هغې وروسته په ډېر احتیاط غټ شریان ته انتقالیږي. دوېمه طریقه (open surgery) ده په دې کې ګېډه پرې کیږي، له ګېډې د پیوند لپاره یوه برخه پرې کیږي او غټ شریان پرې پیوند کیږي. د جراحي دواړه طریقې د پړسوب د چاودېدو خطر له منځه وړي خو هره طریقه خپلې ګټې او تاوانونه لري. که چېرې د ناروغ عملیات نا ممکن وي درمل ورکول کیږي.
 
له عملیات وروسته په دوامداره توګه د سکېن له لارې ازموینه کیږي تر څو پیوند وګوري چې بې ځایه شوی نه وي، کوم ټپ یا پیوند عفوني شوی نه وي، وینه نه وي ټینګه شوې. همداسې د زړه د حملې خطر هم لري. که چېرې پړسېدلی غټ شریان پرې شي نو درملنه یې د اېمرجنسي د جراحي ټیم کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons