Acid and chemical burns – په تېزابو او کیمیاوي توکو سوزېدنه

په اسېدو یا سوزونکو کیمیاوي توکو باندې سوزېدنه بدن ته سخت زیان اړولی شي او سملاسي درملنې ته اړتیا لري. که چېرې کس په اسیدو یا کیمیاوي توکو وسوزیږي لمړی باید فوري خپلې جامې بدلې کړي او د بدن ککړه برخه په څومره پاکو اوبو چې امکان لري ومینځي. که چېرې له بل سره مرسته کوی نو پام کوئ چې سترګې او پوستکی مو له سوزونکو توکو سره اړیکه کې نشي او یا هم په سوزونکو توکو ککړ شوی کس نور ککړ نکړی. له بل او یا له ځان سره د مرستې پر وخت دستکشونه واغوندئ، او د جامو د وېستلو پر ځای هڅه وکړئ چې په بېتۍ باندې د جامو ککړه برخه پرې کړی. د پوستکي د وچولو یا پاکولو هڅه مه کوئ تر څو اسید یا سوزونکي کیمیاوي توکې مو په پوستکي خپاره نشي. که چېرې کیمیاوي توکي د پوډر شکل لري نو له پوستکي یې بورس کړئ او څومره چې ژر امکان لري او څومره چې په پاکو اوبو امکان لري اغیزمنه برخه ومینځئ تر څو مو پوستکي باندې کیمیاوي توکي پاتې نشي. هڅه وکړئ چې اوبه مو له پوستکي لاندې په ځمکه وبهیږي او د بدن نورې برخې اغیزمنې نکړي. یوازې په اوبو یې ومینځئ او له موښلو یې ډډه وکړئ له دې چارې وروسته فوري روغتون ته د سملاسي درملنې لپاره ولاړ شئ.
 
په روغتون کې درملنه
۱ – لمړی زیان لیدلی ځای په اوبو تر هغو مینځل تر څو چې کیمیاوي توکي ترې په بشپړ توګه پاک شي
۲ – له پاکولو وروسته په ګاز یا بلې پټۍ پوښل
۳ – د درد ارامول
۴ – د تیتانوس ضد پیچکاري که چېرې اړتیا وي
 
که چېرې د پوستکي پاسنۍ طبقې او لاندې نسجونو زیان لیدلی وي نو د سوزېدنې لپاره ځانګړې پاملرنه یې په رغیدنه کې چټکه مرسته کوي خو ممکن کمه اندازه د ټپ نښان پاتې شي. پټۍ یا ګاز باید په دوامداره توګه بدل شي تر څو زیان لیدلی ځای عفوني نشي.
 
که چېرې کیمیاوي توکو پوستکی زیات اغیزمن کړی وي نو ممکن روغتون مو بل د سوزیدنې لپاره ځانګړي روغتون ته ولیږي او هلته تر څه وخته پورې بستر شی تر څو مو سوزېدلې برخه د جراحي له لارې پرې کړي او د پوستکي بله برخه پکې پیوند کړي او یا هم پلاستیکي جراحي ترسره کړي. د زیات زیان لیدلي پوستکی درملنه میاشتې او کلونه وخت نیولی شي. همداسې د فلج کېدو او یا د یوه غړي له لاسه وروکولو لامل هم کېدای شي. د ژورې سوزېدنې درملنه فزیو تېراپېسټ او ارواه پوهان کوي. که چېرې سترګې اغیزمنې شوې وي نو د سوزېدنې په ځانګړو روغتونونو کې باید د سترګو ډاکټر هم موجود وي تر څو د سترګو فوري معاینه وکړي او د سترګو د لید ساتنه کې مو مرسته وکړي.
 
که چېرې سوزېدنه پېښه نه وي او په تاسې برید شوی وي او یا مو خپله ځان سوزولی وي د ذهني روغتیا لپاره ځانګړي ارواه پوهان باید مرسته وکړي. پورته یاد شوي ټول روغتیایي ټیمونه باید د احساساتي کنټرول لپاره مسلکي روزنه ولري تر څو د زیان لیدلي کس له کورنۍ او خپله له زیان لیدلي کس سره مرسته وکړای شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons