Lissamphibia – لیسامفیبیا

د څلور پښیو درې ګروپونه دي او ټول عصري دوه ژواکي پکې شامل دي : سالینشیا (Salientia) په دې ګروپ کې چونګښې او له چونګښو سره تړاو لرونکي له منځه تللي ژوي شامل دي، کوداتا (Caudata) په دې ګروپ کې لټکې، نیوټ او له دې ژو سره له منځه تللي تړاو لرونکي شامل دي، جیمنوفیونا (Gymnophiona)، په دې ګروپ کې سیسیلین او ورسره له منځه تللي تړاو لرونکي شامل دي. څلورم ګروپ الوکوداتا (Allocaudata) کم بریالی ګروپ ګڼل کیږي د کوم چې نسل ۱۶۰ میلیونه کاله وړاندې رامنځته شوی وو خو ۲.۵ میلیونه کاله وړاندې یې نسل په بشپړ توګه له منځه ولاړ.
 
د څو لسیزو لپاره لیسامفیبیا نوم د یوه داسې ګروپ لپاره کارېده په کوم کې چې ټول دوه ژواکي شامل وو خو د پالیو زویک دورې څلور پښې ترې وېستل شوي وو لکه (Temnospondyli, Lepospondyli, Embolomeri, and Seymouriamorpha). ځینې ساینسپوهانو په دې ګروپ کې د لمړنیو دوه ژواکو ټول ګروپونه شامل کړي او ګمان کوي چې د عصري دوه ژواکو لټکو، چونګښو او سیسیلینونو لمړني خپله کې نږدې تړاو لري.
 
ځانګړنې
ټول نه خو ځینې یې خپله کې لاندې ګډې ځانګړنې لري. د لاندې یادو شو ځانګړنو ځینې ځانګړنې د بدن په نرمو برخو کې دي او په فوسیلي ګروپونو کې یې مالومات نشته خو کومې ځانګړنې چې په اسکلیټ کې دي د پالایو زویک دورې په دوه ژواکو کې هم شته دي.
 
دوه یا جوړه شوي (occipital condyles)
د پوستکي دوه ډوله (mucous and granular) مرغړي
د غوږ په داخل کې جوړه (papillae)
شنه راډونه (green rods) – په سیسیلینونو کې د لید پېژندل شوې حجرې
پښتۍ یې له تنې څخه نه دي تاو شوي – انوران پښتۍ نلري
د (levator bulbi) عضلو په ذریعه د سترګو لوړول یا پورته کول
د لمړنیو په څېر تنفسي میکانیزم
د غاښونو تاج یې په یو ډول فایبري نسجونو د غاښونو له ریښو جلا شوی دې ډول غاښونو ته (Pedicellate teeth) نوم اخلي خو د ځینو فوسیلي لټکو غاښونه دا ډول ندي

Centrolene buckleyi01
Centrolene buckleyi Photo by Giovanni Alberto Chaves Portilla
Gerobatrachus NT
Gerobatrachus Photo by Nobu Tamura (http://spinops.blogspot.com)
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons