Persian squirrel – پارس نولی

بل نوم یې (Caucasian squirrel) ده. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Sciurus anomalus) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. په سوېل لوېدیځ اسیا کې پیدا کیږي. په لمړي ځل په ۱۷۸۵ کې (Johann Anton Güldenstädt) تشرېح کړی. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۳۲ تر ۳۶ سانتي متره پورې او د لکۍ له ۱۳ تر ۱۸ سانتي متره پورې وي. وزن یې له ۲۵۰ تر ۴۱۰ ګرامه پورې رسیږي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې له خړ رنګه نسواري تر زېړ رنګه خړ پورې وي خو په هر فرعي ډول کې توپیر لري. په ایران، اسرایل او اردن کې پیدا کیږي.
 
یوازې ژوند کوونکی د ورځې لخوا فعالیت کوونکی ده. چېرې چې خواړه زیات وي ممکن موقتا د ډلې په توګه ځان وڅروي. خواړه یې مغزي، تخمونه، غوټۍ او تازه شنې شوې پاڼې دي. په ونو کې ژوند کوي خو په دوامداره توګه خوړو پسې ځمکې ته کوزیږي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم سکیوریني
نسل سکیوریوس
Sciurus anomalus - Jeita Grotto
Sciurus anomalus (Persian Squirrel). Photo by Peripitus

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons