Shock – شوک

شوک یا ټکان ممکن اروایي شوک یا د اروایي د شوک ډولونه ته رجوع وکړي. اروایي شوک یا ټکان له احساساتي نا ارامۍ وروسته رامنځته کیږي په انګرېزۍ کې ورته (acute stress disorder) هم وایي مانا یې لنډمهاله د سټرس بې نظمي ده. دا ډول شوک یا ټکان د جدي اروایي غبرګون لامل کیږي او ممکن د فزیکي غبرګون لامل هم شي.
 
ستاسې بدن هغه وخت شوک یا ټکان ته داخلیږي کله چې ستاسې د بدن دوراني سیستم کې کافي وینه نشته وي تر څو ستاسې غړي او نسجونه په نورمال توګه فعالیت وکړي. دا چاره ممکن د ټپي کېدو له امله رامنځته شي او یا هم د داسې حالت له امله رامنځته شي چې په ټول بدن کې د وینې پر بهېدو اغیز لري. شوک کولای شي د بدن مختلف غړي لنډ مهاله له فعالیته وغورزوي او د ژوند تهدید کوونکي عوارض رامنځته کولای شي. د شوک ټول ډولونه ژوند تهدیدوي او د علایمو له څرګندېدو سره سم باید اغیزمن کس ته طبي مرسته ورکړل شي.
 
شوک مختلف ډولونه لري خو ټول ډولونه یې په څلور کټګوریو کې وېشل شوي
obstructive shock
انسدادي مسدود کوونکی یا بندونکی شوک
cardiogenic shock
د زړه شوک
distributive shock
د وېش شوک
hypovolemic shock
د تخلیې یا د وینې او مایع د ضایع کېدو شوک
 
د شوک (Shock) نښې او علایم
د شوک ټول ډولونه ژوند تهدیدوي او د علایمو له څرګندېدو سره سم باید اغیزمن کس ته طبي مرسته ورکړل شي.
۱ – د زړه د ضربان تېزوالی، وروالی او یا نشتوالی
۲ – د زړه بې نظمه ضربان
۳ – تېزه کمه ژوره ساه اخیستنه
۴ – د سترګو تورېدل یا تیاره کېدل
۵ – بې تودوخې سوړ پوستکی
۶ – د سترګو د ګاټو منځ پراخېدنه
۷ – په سترګو کې روښنایي له منځه تلل او خیره والی پکې رامنځته کېدل
۸ – په سینه کې درد
۹ – کانګې کول یا د کانګو کولو احساس لرل
۱۰ – سر ګرزېدل
۱۱ – تشویش
۱۲ – په تشو ادرارو کې کمی
۱۳ – تنده او وچه خوله
۱۴ – په وینه کې د بورې کمی
 
څه د شوک (Shock) لامل کیږي؟
هر هغه څه چې ستاسې بدن کې د وینې په په بهدنې یا جریان اغیز کوي د شوک لامل کیږي. ځینې لاملونه یې لاندې یاد شوي.
۱ – حساسیت
۲ – د پام وړ وینه ضایع کول
۳ – د زړه نا کافي فعالیت
۴ – د وینې عفوني کېدونه
۵ – د بدن د اوبو کمېدنه
۶ – د زهري خوړو یا توکو له امله مسمومیت
۷ – سوزېدنه
 
د شوک (shock) عمده ډولونه
د شوک ټول ډولونه په څلور کټګوریو کې وېشل شوي او هر یو د مختلفو پېښو له امله رامنځته کیږي.
 
انسدادي یا بندونکی شوک
هغه وخت رامنځته کیږي کله چې وینه هغه ځای ته نشي تلای چېرې چې د تلو اړتیا وي. په دې کې یو ډول سږو ته د وینې انسداد یا بندېدل (pulmonary embolism) دي. هغه حالتونه چې هوا یا مایع د سینې په خالیګاه کې جمع کوي هم د وینې د انسداد لامل کېدای شي.
 
په دې کټګورۍ کې لاندې ډولونه شامل دي:
pneumothorax
په دې حالت کې سږو چار چاپېره سیمې ته هوا داخلیږي
hemothorax
په دې حالت کې د سینې د دیوال او سږو ترمنځ وینه غونډیږي
cardiac tamponade
د زړه او د زړه عضلې یوې کیسې پوښلي او په دې حالت کې وینه یا مایع د کیسې او زړه ترمنځ تشه یا خالیګاه ډکوي
 
د زړه شوک
په زړه کې ستونزه پیدا کېدل بدن ته د وینې په بهیدو یا جریان کې کمی رامنځته کوي. د زړه ستونزې چې د دزړه د شوک لامل کیږي په لاندې ډول دي
د زړه په عضلو کې ستونزه
د زړه نا منظم ضربان
د زړه ورو ضربان
 
د وېش شوک (د وینې وېش)
Distributive shock
هغه حالتونه چې د رګونو په عامو ځانګړنو کې توپیر راولي د وېش د شوک لامل کیږي. کله چې رګونه خپلې عامې ځانګړنې له لاسه ورکړي نو رګونه ډېر مړه او سستیږي او د وینې فشار کمیږي په پایله کې د بدن غړو ته کافي وینه نه رسیږي کوم چې د بې هوښۍ او ټیټ فشار لامل کیږي.
 
د وېش شوک په لاندې ډولونو وېشل شوی
Anaphylactic shock
د حساسیت جدي غبرګون ده په انګرېزۍ کې ورته (anaphylaxis) هم وایي. د حساسیت غبرګون بدن کې هغه وخت رامنځته کیږي چې بدن بې زیانه توکو ته د زیان رسونکو توکو ګمان وکړي او دا چاره د بدن د دفاعي سیستم د خطرناک غبرګون لامل ګرځي. په بدن کې ډېر وخت انافیلکسیس (anaphylaxis) خوړو، د حشرو د زهرو، د درملو له او د ګیا د شیرې سره د حساسیت له امله رامنځته کیږي.
Septic shock
سیپسیس (Sepsis) هم د وېش د شوک یو ډول ده او په انګرېزۍ کې یې بل نوم (blood poisoning) ده. کله چې وینه عفوني شي او د وینې جریان ته د باکتریا د داخلېدو لامل شي دا حالت رامنځته کیږي. کله چې باکتریا او زهر یې نسجونو او غړو ته زیان ورسوي نو د سپټیک شوک لامل ګرځي.
Neurogenic shock
د وېش د شوک بل ډول ده او د مرکزي مغز په سیستم کې د ستونزې له امله رامنځته کیږي او معمولا د شوکي نخاع ټپي کېدنه وي. په داسې حالت کې د وینې رګونه پراخیږي، پوستکی ممکن ډېر تود شي او د پوستکي رنګ کې سوروالی پیدا کیږي، د زړه ضربان ورو کیږي او د وینې فشار ټیټيږي.
 
د مغز ټپي کېدنه او یا د درملو زهري کېدنه هم د وېش شوک رامنځته کوي.
 
د وینې د ضایع کېدو شوک
Hypovolemic shock
کله چې رګونو کې کافي وینه نه وي تر څو د بدن غړو ته اکسیجن ورسوي دا ډول شوک رامنځته کیږي او لامل یې ډېر وخت سخت ټپي کېدل وي. وینه غړو ته اکسیجن او اړین غذایي توکي رسوي. که چېرې انسان ډېره وینه له لاسه ورکړي نو غړي یې نورمال فعالیت نشي کولای. که چېرې بدن کې بې کچې اوبه کمې شي هم دا ډول شوک رامنځته کوي.
 
د شوک تشخیص
ډاکتر شوک په لمړي ګام کې له بهرنیو علایمو تشخیص کوي د بهرنیو علایمو تر څنګ یې ممکن د ټیټ فشار، کمزوری نبض او د زړه تېز ضربان معاینه هم وکړي. کله چې شوک تشخیص کړي نو ډاکتر هڅه کوي چې بدن کې د وینې جریان ممکن کړي تر څو د اغیزمن کس ژوند وژغوري. د وینې د جریان لپاره اغیزمن کس ته مایع، درمل ورکول کیږي خو دا ممکن ستونزه تر هغو حل نکړي تر څو د شوک لامل نه وي تشخیص شوی. له دې وروسته چې کله د وینې جریان ممکن شي ډاکتر هڅه کوي چې د شوک لامل تشخیص کړي. د شوک د تشخیص لپاره ممکن د وینې د ازموینې او یا د انځوریزې ازموینې سپارښتنه وشي.
 
انځوریزې ازموینه کې ډاکټر هڅه کوي چې د غړو یا نسجونو ټپي کېدنه مالومه کړي لکه :
۱ – د هډوکو ماتېدنه
۲ – د غړو پرې کېدنه
۳ – د عضلو پرې کېدنه
۴ – غېرې عادي وده
 
انځورېزې ازموینې لکه
۱ – الټرا سونډ
۲ – اېکس رې
۳ – سي ټي سکېن
۴ – اېم ار ای سکېن
 
د وینې ازموینې
– د پام وړ وینې ضایع کېدو لپاره ازموینه
– د وینې د عفوني کېدو لپاره ازموینه
– په وینه کې د بې کچې درملو یا نشه اي توکو لپاره ازموینه
 
د شوک درملنه
شوک د بې هوښۍ، په ساه اخیستنه کې د ستونزې او د زړه د درېدو لامل کېدای شي. که چېرې یو کس فکر کوي چې شوک تجربه کوي باید سم له لاسه له اېمرجنسي سره اړیکه کې شي او که چېرې د کوم بل کس په اړه شک وکړي چې شوک پرې راغلی باید له اېمرجنسي سره په اړیکه کې شي تر څو د اېمرجنسي ټیم تر رسېدو مخکې له اغیزمن کس سره د مرستې لارښونه ورته وکړي.
 
خو چېرې تاسې په داسې هېواد کې یاستی چې پورته اسانتیاوې نلري نو :
۱ – لمړی یې ساه وګورئ چې ساه اخلي او کنه، زړه یې ضربان لري او کنه
۲ – که چېرې زړه یې ضربان نلري او همداسې ساه نه اخلي نو سي پي ار یا هم سینې ته فشار ورکول اړین دي که چېرې له زړه درېدو وروسته په ۶ دقیقو کې سینې ته فشار ورکړل شي نو اغیزمن کس ژوندی پاتې کېدای شي.
 
کله هم چې بل کس ته مرسته ورکوی نو که چېرې عمر یې زیات وي وږې یا ولي ته یې ټکان ورکړئ او په لوړ غږ پوښتنه ترې وکړئ ” ښه یې ؟ ” که چېرې کوچنی وي نو د پښې په تلې یې یې ووهئ او بیا پوښتنې ترې وکړئ له پوښتنې وروسته یې غبرګون ته کتنه وکړئ.
که چېرې کس غبرګونه ونښي نو د فوري مرستې ورکولو په لټه کې شئ. که چېرې بل کس درسره وي اېمرجنسي ته د زنګ کولو لپاره له هغه غوښتنه وکړئ او تاسې په سي پي ار پیل وکړئ او که چېرې دوېم کس نه وي نو لمړی تر دوه دقیقو پورې سي پي ار ورکړئ او له هغې وروسته اېمرجنسي ته زنګ وکړئ.
 
که چېرې اې اي ډي ماشین موجود وي نو لمړی یې د زړه ضربان په همدې ماشین وګورئ ممکن ماشین تاسې ته لارښونه وکړي چې له سي پي ار پیل کولو مخکې یې زړه ته یو برېښنایي ټکان ورکړئ او له دې وروسته یې سینې ته په فشار ورکولو پیل وکړئ. که چېرې له یوه کلن تر ۱۸ کلنه پورې کم عمره وي نو لمړی تر دوه دقیقو پورې سي پي ار او وروسته یې په اې اي ډي ماشین د زړه ضربان وګورئ. که یې عمر له یوه کاله کم وي نو د اې اي ډي سپارښتنه نه کیږي. خو چېرې اې اي ډي موجود نه وي نو د ماشین پیدا کولو لپاره وخت ضایع نکړئ او فوري یې سینې ته په فشار ورکولو پیل وکړئ.
 
اغیزمن کس په شا تخته اوږد وغزوئ، پښې یې له ځمکې ۱۲ انچه لوړې کړئ، په کمپله یا بل کوم توکي یې بدن تود وساتئ، د بدلون لپاره یې ساه اخیستنه او د زړه ضربان په دوامداره توګه وګورئ، که چېرې ګمان کوی چې سر، غاړه څټ یا ملا یې ټپي شوې نو له خوځولو یې ډډه وکړئ. لمړی یې ټپ پټۍ کړئ. ځینې خلک سخت حساسیت لرونکي وي او له خپل ځان سره (epinephrine auto-injector EpiPen) لري که چېرې اغیزمن کس هم له ځان سره یاده اله ولري نو تاسې هورمون ورته تذریق کولای شی تر څو د (anaphylaxis) مخنیوی وکړی. که چېرې په کانګو کولو پیل وکړي نو مخ یې څنګ لور ته تاو کړئ ځکه د ساه نه بندېدو کې مرسته کوي. که چېرې سر یا څټ یې ټپي وي د مخ تاوولو پر ځای یې ټول بدن څنګ لور ته تاو کړئ.
 
په درملو د شوک درملنه د شوک له ډول سره تړاو لري او مختلف ډوله شوک ته مختلف درمل ورکول کیږي د بېلګې په توګه د (anaphylactic) مخنیوي لپاره (epinephrine) او یا نوردرمل ورکول کیږي، که چېرې د وینې د ضایع کېدو له امله شوک وي وینه ورکول کیږي، که چېرې کاردیو جنیک شوک وي د زړه جراحي، درمل او داسې نور، که چېرې وینه عفوني شوي وي انتیبیوتیک ورکول کیږي.
 
که چېرې کس له ۱۸ کالو زیات عمر لرونکی وي نو د لاس رغوی مو د سینې په منځ یا د دوه تیانو د سرونو ترمنځ کېږدئ. بل لاس مو د لمړي اېښودل شوي لاس له پاسه کیږدئ او د دواړو لاسونو ګوتې په یو بل کې ورکړئ. که چېرې اغیزمن کس د یو او اتو کلو ترمنځ وي نو د سینې په منځ کې یې یوازې یو لاس کیږدئ او که چېرې یې عمر تر یو کال کم وي نو یوازې دوه ګوتې د تیانو د سرونو ترمنځ له کرښې کمه اندازه لاندې دوه ګوتې کیږدئ.
 
له دې وروسته په فشار ورکولو پیل وکړئ، د فشار ورکولو لپاره د بدن پورته برخه وکاروئ تر څو په عمودي توګه فشار مستقیما په سینه وارد شي. که چېرې بلوغ ته رسېدلی کس وي سینې ته یې لږ نه لږ تر دوه انچه پورې لاندې فشار ورکړئ. په یوه دقیقه کې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ ځله پورې فشار ورکول اړین دي. د دوه فشارونو ترمنځ یې سینه پرېږدئ چې خپل حالت ته پورته راشي او په بل فشار بیا کوزه شي. که چېرې عمر یې د یو کال او اته کلونو ترمنځ وي ورته چاره ترسره کړئ خو توپیر یې یوازې په یوه لاس ترسره کول دي. له یوه کاله د کم عمر لپاره هم ورته چاره ترسره کړئ توپیر یې یوازې په دوه ګوتو تر سره کول او د فشار اندازه له یوه تر یونیم انچه پورې ده.
 
تر هغې فشار ته ادامه ورکړئ تر څو چې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل کوي او یا هم د اېمرجنسي ټیم رارسیږي. که چېرې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل وکړي نو له ساه اخیستلو وروسته یې په څنګ څملوئ. او د اېمرجنسي ټیم را رسېدو ته منتظر شئ. له ساه اخیستلو وروسته د شوک لامل مالومول او درملنه اړینه ده.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons