CPR – سي پي ار

که چېرې کس له ۱۸ کالو زیات عمر لرونکی وي نو د لاس رغوی مو د سینې په منځ یا د دوه تیانو د سرونو ترمنځ کېږدئ. بل لاس مو د لمړي اېښودل شوي لاس له پاسه کیږدئ او د دواړو لاسونو ګوتې په یو بل کې ورکړئ. که چېرې اغیزمن کس د یو او اتو کلو ترمنځ وي نو د سینې په منځ کې یې یوازې یو لاس کیږدئ او که چېرې یې عمر تر یو کال کم وي نو یوازې دوه ګوتې د تیانو د سرونو ترمنځ له کرښې کمه اندازه لاندې دوه ګوتې کیږدئ.
له دې وروسته په فشار ورکولو پیل وکړئ، د فشار ورکولو لپاره د بدن پورته برخه وکاروئ تر څو په عمودي توګه فشار مستقیما په سینه وارد شي. که چېرې بلوغ ته رسېدلی کس وي سینې ته یې لږ نه لږ تر دوه انچه پورې لاندې فشار ورکړئ. په یوه دقیقه کې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ ځله پورې فشار ورکول اړین دي. د دوه فشارونو ترمنځ یې سینه پرېږدئ چې خپل حالت ته پورته راشي او په بل فشار بیا کوزه شي. که چېرې عمر یې د یو کال او اته کلونو ترمنځ وي ورته چاره ترسره کړئ خو توپیر یې یوازې په یوه لاس ترسره کول دي. له یوه کاله د کم عمر لپاره هم ورته چاره ترسره کړئ توپیر یې یوازې په دوه ګوتو تر سره کول او د فشار اندازه له یوه تر یونیم انچه پورې ده.
تر هغې فشار ته ادامه ورکړئ تر څو چې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل کوي او یا هم د اېمرجنسي ټیم رارسیږي. که چېرې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل وکړي نو له ساه اخیستلو وروسته یې په څنګ څملوئ. او د اېمرجنسي ټیم را رسېدو ته منتظر شئ. له ساه اخیستلو وروسته د شوک لامل مالومول او درملنه اړینه ده.
 
د خولې له لارې اغیزمن کس ته په خوله ساه ورکول
په سي پي ار کې دوه لنډیزونه (ABC and CAB) چې یو د زړې طریقې لنډیز ده او دوېم په ۲۰۱۰ کې خپره شوې طریقه ده. د پخوانۍ طریقې لنډیز (ABC) ده او په دې طریقه کې لمړی د ساه اخیستنې د لارو پرانیستنه، ساه ورکوونه او بیا سینې ته فشار ورکوونه (Airway, Breathing, Compressions) ده. په ۲۰۱۰ کې د نوې طریقې لنډیز (CAB) ده او په دې طریقه کې لمړی سینې ته فشار، د ساه اخیستنې لار پرانیستنه او ساه ورکوونه (Compressions, Airway, Breathing) ده.
 
کله چې زړه ودریږي او انسان ساه نشي اخیستلای نو په لمړیو څو دقیقو کې په سږو او د وینې په جریان کې اکسیجن موجود وي او له همدې امله لمړی یې سینې ته فشار ورکول مرسته کولای شي چې پرته له ځنډ څخه په وینه او سږو کې موجود اکسیجن تر زړه او مغز پورې ورسوي.
 
که چېرې له داسې کس سره مخ شوی چې زړه یې درېدلی وي او ساه نشي اخیستلای نو لمړی له ۳۰ ځلې فشار ورکولو لاندې لارښوونې تعقیب کړئ:
 
۱ – د ساه اخیستنې لار پرانیزئ
یو لاس یې په ارام سره په تندي کیږدئ او بل په زنه کیږدئ. زنه او سر یې د پیچومي په شکل داسې برابر کړئ چې د سر کوپړئ لاندې او زنه پورته وي او کمه اندازه یې زنه کیڼ اړخ ته تاو کړئ. د کوچنیانو لپاره یوازې سر د پیچومي شکل کې برابرول هم د ساه اخیستنې لار پرانیستی شي.
۲ – په دوېم ګام کې د خولې له لارې په خوله ساه ورکړئ
که چېرې ماسک لری نو پوزه او خوله دواړه یې په ماسک وپوښئ او ساه ورکړئ، د ساه ورکولو پر وخت یې د سینې پورته کېدو ته ګوری، که چېرې ماسک نلری نو سپېږمې یې بند کړئ او په خولې ساه ورکړئ د سینې پورته کېدو ته یې کتنه کوئ. هر ځل کې له یوې ثانې وروسته دوه ځلې ساه ورکوئ. که چېرې یې له ساه اخیستنې سره سینه پورته نشوه د ماسک موقیعت بیا ځلې برابر کړئ او بیا ځلې د ساه ورکوونې هڅه وکړئ.
 
۳ – له هر دوه ځلې ساه ورکولو وروسته ۳۰ ځلې یې سینې ته فشار ورکړئ او دې چارې ته تر هغو ادامه ورکړئ تر څو چې کس په ساه اخیستلو پیل کوي او یا هم د اېمرجنسي ټیم را رسیږي. که چېرې اغیزمن کس په ساه اخیستلو پیل وکړي نو په څنګ یې څملوئ.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons