Hepatitis – زېړی

په انګرېزۍ کې زیړي ته (Hepatitis) نوم اخلي او یاده اصطلاح د ځیګر د پړسوب د تشرېح کولو لپاره کاریږي. د پړسوب لامل یې ځیګر ته د زیان رسېدو له امله او په هغو خلکو کې چې الکول څکي د الکول لرونکي څښاک له امله وي. زیړی مختلف ډولونه لري او ډېر ډولونه یې پرته له کوم زیان اړولو ژر ښه کیږي خو ډېر ډولونه یې اوږدمهاله او د ژوند ګواښونکي یا تهدید کوونکي دي او په ځیګر کې ټپ پیدا کوي. په انګرېزۍ کې د ځیګر اوږدمهالې ناروغۍ ته سیروسیز (cirrhosis) نوم اخلي. سیروسیز د ځیګر هغې اوږدمهاله ناروغي ته وایي چې د ځیګر حجرې له منځه پکې ولاړې شي، ځیګر پړسوب پکې وکړي، په نسجونو کې فایبري ډبلوالی رامنځته شي. سیروسیز د الکول څکلو یا زیړي له امله رامنځته کیږي. زیړی ځیګر له فعالیته غورزوي او په ځینو ځانګړو حالتونو کې د ځیګر د سرطان لامل کیږي.
 
د زیړي نښې او علامې
زیړی که لنډ مهاله (acute) وي ممکن تاسې پرې پوه نشی چې زیړی یاستی او ممکن پرته له علایمو بېرته خپله روغتیا ترلاسه کړی خو که چېرې د زیړي علایم راڅرګند شي نو په لاندې ډول وي.
 
۱ – په عضلو او مفصلونو کې درد
۲- توده تبه
۳ – ناجوړه احساس لرل
۴ – هر وخت غېرې معموله ستړیا
۵ – بې اشتیایي
۶ – په ګېډه کې درد
۷ – د ادرارو په رنګ کې تېزوالی یا خیره والی
۸ – کم رنګه زېړ یا خړ غایطه مواد
۹ – بخار کوونکی پوستکی
۱۰ – د سترګو او پوستکي رنګ زېړېدل
 
که چېرې ګمان کوی چې زیړی یاستی نو لمړی له مسلکي ډاکتر سره وګورئ ځکه چې نورې ناروغۍ هم ورته علایم لرلای شي. که چېرې زیړی اوږدمهاله هم وي په لمړیو پړاونو کې تر هغو علایم نه څرګندیږي تر څو چې ځیګر په فعالیت کې ناتوانه شوی نه وي. په لمړیو پړاونو کې یوازې د وینې په ټیسټ تشخیص کېدای شي. په وروستیو پړاونو کې د زیړي علایم د پښو، د پښو د پنجو او د ښنګرو پړسېدل، تشویش او ګنګسوالی، په غایطه موادو یا کانګو کې وینه وي.
 
اې زېړی
Hepatitis A
اې زېړی له اې ویروس څخه رامنځته کیږي. اې زېړی ډېر وخت د هغو خوړو او څښاک له امله پیدا کیږي چې د بل اې زېړي لرونکي په غایطه موادو ککړ وي. اې زېړی په هغو هېوادونو کې ډېر ده چې د پاکۍ پاملرنه پکې کمه ده او د فاضله اوبو لپاره د تخلیې سیستم نلري لکه د کابل ښار. د زېړي اې ډول په څو میاشتو کې تېریږي خو ځینې وخت سخت او حتی د ژوند ګواښونکی هم کېدای شي. کومه ځانګړې درملنه نلري او درملنه یې د علایمو درملنه ده لکه د درد، کانګو او د پوستکي د بخار درملنه.
 
د زېړي د اې ډول لپاره د واکسین سپارښتنه هغه وخت کیږي چې پرې د اخته کېدو له لوړ خطر سره مخ یاستی یا داسې سیمې ته سفر کوی چېرې چې د زېړي د اې ډول وېروس ډېر عام وي لکه هند، افریقا، مرکزي او سوېله امریکا او شرقي اروپا
 
بي زېړی
Hepatitis B
بي زېړی د بي ویروس له امله رامنځته کیږي. بي ویروس د اخته کس په وینه کې خپریږي. په ټوله نړۍ کې عام وېروس ده او له یوې اومیندواره ښځې په ګېډه کې ماشوم او یا هم له یوه ماشوم بل ته انتقالیږي. کم وخت پرته له کونډوم د جنسي نزدیکت له لارې او یا هم په معتادانو کې د نشه اي توکو د تذریق پر وخت د ګډې پیچکارۍ کارولو له لارې یو بل ته انتقالیږي. په سوېل ختیځې اسیا او د سهارا په سوېل کې تر ټولو زیات عام ده.
 
کوم بلوغ ته رسېدلي کسان چې د زېړي په بي ډول اخته دي په څو میاشتو کې کولای شي په بشپړ ډول روغتیا ترلاسه کړي خو کم عمره بیا تر ډېره وخته له دې ناروغۍ کړیږي، په کوچنیانو کې چې کله اوږدمهاله شي نو په (cirrhosis) او یا د ځیګر په سرطان بدلیدای شي.
 
د هغو خلکو لپاره د واکسین سپارښتنه کیږي چې په روغتیایي چارو کې بوخت دي لکه نرسان او ډاکټران، د نشيي توکو کارونکي، هغه نران چې له بل نر سره جنسي اړیکه نیسي، له پیدا کېدو وروسته هغه کوچنیان چې مور یې د اومیندوارۍ پر وخت د زېړي بي ډول لرلی وي او یا هغه خلک چې د نړۍ داسې سیمې ته سفر کوي چېرې چې د زېړي بي ډول ډېر عام ده لکه د اسیا او افریقا ځینې هیوادونه. په پرمختللو هیوادونو کې ټول کوچنیان واکسین کیږي.
 
سي زېړی
Hepatitis C
سي زېړی د سي ویروس له امله پیدا کیږي. په انګلستان کې د هر زېړي په پرتله ډېر عام ده. پرې د اخته کس له وینې سره د اړیکې له لارې بل ته انتقالیږي. کوم کسان چې د نشیي توکو لپاره ګډه پیچکاري کاروي یو بل ته تور زیړی انتقالولای شي. په هغو هیوادونو کې چې ډاکټران او نرسان یې طبي اصول نه مراعت کوي له یوه ناروغ څخه بل ته د ویروس په انتقال کې خپل رول لري. پرې اخته کس کې یا هېڅ علایم نه راڅرګندیږي او یا زکام ته ورته عوارض پکې پیدا کیږي خو ډېر خلک په لمړیو پړاونو کې له خپل زېړي ناخبره وي. په څلورو کې یوازې یو کس له دې ناروغۍ په بشپړ توګه ښه کیږي په نورو درې کسانو کې تر څو کلونو پورې ویروس پاتې وي. د زېړي سي ویروس د ځیګر د ناتوانۍ او سیروسیز (cirrhosis) لامل کیږي. په ډېرو موثرو د ویروس ضد درملو باندې یې درملنه کیږي خو تر اوسه یې د مخنیوي لپاره کوم واکسین نشته.
 
ډي زېړی
Hepatitis D
د ډي ویروس له امله په هغو خلکو کې پیدا کیږي چې مخکې له مخکې بي زېړی لري. ډي زېړی په بدن کې د پاېښت لپاره بي زېړي ته اړتیا لري. د جنسي اړیکې او پرې د اخته کس له وینه سره له اړیکې یو بل ته خپریږي. په اروپا، منځني ختیځ، او افریقا کې د نړۍ تر نورو برخو ډېر عام ده. که چېرې بي او ډي زېړی په بدن کې اوږدمهاله شي د ځیګر د سرطان او سیروسیز لامل کیږي. د ډي زېړي لپاره کوم ځانګړی واکسین نشته خو د بي زېړي واکسین مو له ډي زېړي څخه ژغورنه کې مرسته کوي.
 
 
اي زېړی
Hepatitis E
د اي ویروس له امله پیدا کیږي. په انګلستان کې د لنډمهاله زېړي تر ټولو عام ډول ده. د خوګ له خامې غوښې او یا د نورو ژو له نیمې پخې شوې غوښې، د صدف لرونکي حلزون او هوسۍ د غوښې له امله پیدا کیږي. د زېړي اي ډول کومه سخته ناروغي نده او معمولا پرته له کومې درملنې ښه کیږي خو په هغو خلکو کې چې کمزوری ایمني یا دفاعي سیستم لري په سختې ناروغۍ هم بدلېدای شي. د مخنیوي لپاره یې کوم ځانګړی واکسین نشته خو که چېرې داسې سیمې ته سفر کوی چې د زېړي اي ډول پکې عام وي نو په پاکو اوبو او مناسبو خوړویې مخنیوی کولای شی.
 
الکولیک زېړی
Alcoholic hepatitis
هغه خلک چې د ډېرو کلونو لپاره بې کچې الکول څکي د زېړي په الکولیک ډول اخته کیږي. په انګلستان کې تر ټولو عام د زېړي ډول ده او ډېر پرې اخته کسان ترې خبر هم ندي او لامل د علایمو نه څرګندېدل دي خو په ځینو خلکو کې ناڅاپه د ځیګر د ناتوانۍ او رنګ زېړېدو په توګه راڅرګندیږي. د الکولو له څکلو لاس په سر کېدنه له ځیګر سره مرسته کوي چې بېرته ځان ورغوي خو که الکولیک د الکولو څکلو ته ادامه ورکړي زېړی یې د ځیګر په سرطان او سیروسیز بدلېدای شي.
 
اوټو ایمیون زېړی
Autoimmune hepatitis
ډېر کم وخت د انسان دفاعي یا ایمیون سیستم په ځیګر برید کوي او د اوږدمهاله زېړي لامل کیږي. په دې ډول زېړي کې ممکن ځیګر بې کچې زیان وویني او له نورمال فعالیته وغورزیږي. درملنه یې په داسې درملو کیږي چې په اغیزمنه توګه د ایمیون سیستم مخنیوی کوي او د ځیګر پړسوب کموي. تر اوسه دا نده مالومه چې څه د اوټو ایمیون زېړی رامنځته کوي او څرنګه یې باید مخنیوی وشي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons