Southern Amazon red squirrel – د امزون د سوېل سور نولی

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Sciurus spadiceus) ده. د سوېلې امریکا د نولي یو ډول ده. د سوېلې امریکا د شمال لوېدیځ په ځنګلونو کې پیدا کیږي. تر اوسه یې درې فرعي ډولونه پېژندل شوي. تېز سور رنګ لري. د تنې او لکۍ اوږدوالی یې له ۴۸ تر ۶۳ سانتي متره پورې رسیږي. خپل ډېر وخت د ونو پر ځای په ځمکه تېروي. ټولنیز چلند لري او په یوه ونه کې وړه ډله ژوند کوي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم سکیوریني
نسل سکیوریوس
Sciurus spadiceus — Geoff Gallice 001 - Cropped
Photo by Geoff Gallice from Gainesville, FL, USA

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons