Microsciurus – کوچنی سکیوریوس

غړو ته یې لنډي نولیان (dwarf squirrels) نوم اخیستل کیږي. د مرکزي او سوېلې امریکا په معتدلو سیمو کې پیدا کیږي. په دې نسل کې څلور ډولونه شامل دي او څلور واړه ډولونه یې د دودیزې ډلبندۍ له مخې په دې نسل کې ځای شوي. له ډي اېن اې مالوماتو وروسته وړاندیز شوی چې ممکن په دې نسل کې ډولونه پولي فیليټیک (polyphyletic) وي.
 
د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۱۵ سانتي متره او د لکۍ تر ۱۲ سانتي متره پورې وي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې خړ یا نسواري او د تنې د لاندې برخې رنګ یې سپین رنګه وي. ټول ډولونه یې په باراني ځنګلونو کې ژوند کوي. نسل یې پرېمانه ده خو د نورو په پرتله کم لیدل کیږي او لامل یې له انسان څخه تېښته ده.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم سکیوریني
نسل مایکرو سکیوریوس

 

په مایکرو سکیوریوس نسل کې لاندې ډولونه شامل دي

Microsciurus flaviventer - Amazon Dwarf Squirrel, Serra do Divisor National Park, Acre, Brazil

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons